ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې چاودنې څلور پوليس وژلي

فارياب کې چاودنې څلور پوليس وژلي

author avatar
9 Aug 2013 - 10:55
فارياب کې چاودنې څلور پوليس وژلي
author avatar
9 Aug 2013 - 10:55

ميمنه (پژواک،١٨زمرى٩٢): د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې، د پوليسو پر رېنجر د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې څلور پوليس ووژل شول.

د دولت اباد ولسوال سيد عبدالسلام نزهت، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېر ماښام  رامنځته شوې او په وژل شويو پوليسو کې د دولت اباد د پوليسو د ټولي قوماندان هم شامل دى.

 نزهت وايي، چې د پوليسو موټر د ميمنې-جوزجان پر لويه لاره د پوليسو دوو پوستو ته اکمالات وروړل، چې په سيمه کې د وسله والو مخالفينو د ماين ښکار شو .

په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د وژل شوي قوماندان نوم خال محمد وښوده او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې يې په قيصار او پښتونکوټ ولسواليو په عملياتو برخه لرله.

دولت اباد د ميمنې ښار د شمال ختيځ په ٦٢ کيلومترۍ کې له نا امنه ولسواليو څخه دى ،چې وسله وال مخالفين پکې فعال دى.

په تېرو دوو اونيو کې په دې ولسوالۍ کې مخالفينو د ميمنې – جوزجان لويه لاره دوه ځلې وتړله او همداراز يې د وارداتي برق څلور پايې هم په ماينونو والوځولې.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.