ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

په هرات کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

 هرات، کندوز (پژواک،١٨زمرى٩٢): په هرات کې د طالبانو يو قوماندان او په بدخشان کې يو پخوانى جهادي قوماندان وژل شوى دى.

 د هرات يوې امنيتي سرچينې ،چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک ته وويل، چې دغه طالب قوماندان په شيخ مشهور و، چې مړى يې په ګذرې ولسوالۍ کې موندل شوى دى.

د سرچينې په ادعا، شيخ د طالبانو د يو بل قوماندان عبدالله اکبري په واسطه د خپلمنځي اختلافاتو له امله لومړى نيول شوى او وروسته وژل شوى دى.

 د ګذرې ولسوالۍ يو تن سپين ږيري عبدالله الکوزي، چې د شيخ د جنازې په مراسمو کې يې ګډون درلوده ، هم ادعا وکړه، چې دغه تن د عبدالله اکبري د غلام يحيى اکبري زوى له خوا وژل شوى دى.

 شيخ په سلحشور هم مشهور و او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال يې په ګذره کې يوه مجله هم چاپوله.

طالبانو او عبدالله اکبري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غلام يحيى اکبري، چې په سياوشاني مشهور و، په هرات کې د وسله والو مخالفينو قوماندان و، چې د ١٣٨٨ لمريز کال د ايساف په هوايي بريد کې له ٢٤ ملګرو او خپل يوه زوى سره يوځاى ووژل شو.

وروسته، بل زوى يې د دولتي سرتېرو په کمين کې وژل شوى و.

د يوبل خبر له مخې ، په بدخشان ولايت کې هم يو پخوانى جهادي قوماندان وژل شوى دى.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک ته وويل، چې دغه قوماندان، نېکفر نومېده ، چې د جُرم ولسوالۍ په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

نوموړي زياته کړه،چې کېداى شي نېکفر د پخوانۍ دښمني له امله وژل شوى وى. بريد کوونکي تښتېدلي ، خو د هغوى د پلټنې لپاره هڅې دوام لري.

د سيمې يوتن اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، چې د قوماندان نېکفر تر وژل کېدو وروسته، دده ساتونکي ډزې وکړې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي، خو سيمه ييز چارواکي دغه ادعا ردوي.

 

 

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.