غزني ښار (پژواک، ۲۰ زمری ۹۲) : په مشرانو جرګه کې د غزني د خلکو د استازې بخت بي بي زوى د وسله والو له خوا تښتول شوى او په نښته کې يې زوم وژل شوى دى.
د غزني چارواکي وايي،چې تېره ورځ وسله والوطالبانو د کابل – کندهار پر لويه لاره د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې په مشرانو جرګه کې د غزني د خلکو د استازې سناتورې بخت بي بي پر زوی اوزوم بريد وکړ.
د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي د زمري په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې بريد کې د بخت بي بي د زوم په ګډون دوه ملکي وګړي ووژل شول ، خو د بخت بي بي زوى وسله والو له ځان سره بيولى دى .
د هغه په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د سناتورې زوم اوزوی غوښتل، مقر ولسوالۍ ته ولاړ شي ، چې په لاره کې وسله والوطالبانو پرې بريد وکړ.
مرستيال وايي ، چې د بخت بي بي زوم د غزني ښار د څلورمه حوزې په جنايي برخه کې دنده لرله .
احمدي زياته کړه ، چې په ځوابي ډزو کې شپږ وسله وال هم وژل شوي دي .
د هغه په وينا، د نښتې پر مهال له کندهاره غزني ته پر را روان يوه کرولا موټر هم د وسله والو مرمۍ لګېدلي ، چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
مرستيال والي وايي، چې د نښتې پر مهال ملي پوليس هم مرستې ته ورسېدلي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده ، چې تېره اونۍ په مشرانو جرګه کې دفراه ولايت استازې روح ګل هم په غزني ولايت کې د وسله والو په يوه بريد کې له خپل خاوند سره ټپي ، لور او يو ساتونکى يې وژل شوي وو .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن