کابل ( پژواک ٢٠ زمرى ٩٢): سږ کال هم په کابل ښار کې ډېرى ماشومانو د اختر په ورځو کې د لوبو وسلې ښې په درز يو د بل پر ضد وکارولې، چې له امله يې لږ تر لږه ٤٥ تنه ټپيان شول .
د اختر په ورځو کې په ډېرو هټيو کې د ماشومانو د لوبو وسلې ( ماشينګڼې ، ټوپک، تومانچې او نور ) پلورل کيږي او ماشومان يې پېري.
سږ کال هم په کابل ښار کې ډېر لږ ماشومان بې وسلې وو . دغه “وسله وال ماشومان” د اختر په ورځو کې د ښار په لارو او کوڅو کې يو د بل پر ضد له همدغو وسلو په ګټې اخيستنې د وسله والې نښتې تمثيل کاوه .
د کابل د نور روغتون مشر رنځوريار محمديوسف بره کي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو نښتو کې ټپيان شوي ٤٥ تنه ماشومان د درملنې لپاره ياد روغتون ته وروړل شوي دي .
دغو ماشومانو ټولو په سترګو ټپونه خوړلي ،ځکه چې يادې وسلې دومره قوي نه دي ، چې د بدن نورې برخې ټپي کړي.
د بره کي د معلوماتو له مخې،له يادو ماشومانو څخه نور يې تر درملنې وروسته رخصت شوي ، خو د دوو ټپونه ژور دي او تر اوسه تر درملنې لاندې دي .
دا په داسې حال کې ده، چې کېداى شي ځينې ټپي شوي ماشومان نورو روغتونونو ته لېږدول شوي وي . دغه راز دغه ستونزه له کابل پرته په نورو ولايتونو کې هم شتون لري.
د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ په سيمه کې شپږو ماشومانو ، چې درې يې يوه خوا او درې يې بله خوا وو ، پر يو بل د يادو پلاستيکي وسلو ډزې کولې .
په پايله کې يوې ډلې بلې درې کسيزې ډلې ته ماته ورکړه او وتښتېده.
له تښتېدلو ماشومانو څخه د نصيراحمد په نوم اته کلن ماشوم په دې اړه چې ولې يو له بل سره جګړه کوي او بيا ولې وتښتېدل ، پژواک خبري اژانس ته وويل: ” همدا د اختر ساعت تيري ده … مرمۍ مو خلاصې شوې ، ځکه وتښتېدو که مرمۍ مو خلاصې نه واى نه تښتېدو.”
د رواني ناروغيو متخصص فريد احمد انوري وايي، چې لوبې د ماشومانو د ژوند يوه برخه ده او د لوبو احساس د ماشوم په فطرت کې نغښتى وي ، ځکه چې هغوى په دې کار سره د خپل راتلونکي ژوند کړنې تمثيلوي.
دى وايي، چې لوبې د ماشوم پر ذهن ، شخصيت او ټولنيزو اړيکو نېغ اثر لري ، نو ځکه په کار ده ، د داسې سالمو لوبو زمينه ورته برابره شي، چې په ذهن کې يې تاوتريخوالى تقويه نه کړي.
د ده په وينا، هغه ماشومان ، چې په لوبو کې ټوپک ، تومانچه او دې ورته توکي کاروي ، غصه ناک ، جګړه مار او کم حوصله ټولنې ته وړاندې کيږي .
ده له اړونده ارګانونو وغوښتل ، چې هېواد ته د لوبو د هغو توکو لکه ټوپک ، پټاقي او نورو د واردلو مخه ونيسي او مور او پلار خپلو ماشومانو ته دا ډول توکي ونه پيري.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش وايي، چې کورنيو چارو وزارت له اختر څخه مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پټاقيو او پلاستيکي تومانچو او وسلو پېر، پلورل ممنوع اعلان کړى دى .
خو دى وايي، چې خلکو ددې اعلاميې پروا نه ده ساتلې او په ناقانونه ډول يې په اختر کې دغه توکي پېرل او پلورل .
هغه وويل، چې تر دې دمه په دې تړاو د کابل په ښار کې لسګونه تنه نيول شوي او له متخلفينو سره به قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده ، چې کورنيو چارو وزارت هر کال دې ته ورته اعلاميې خپروي ، خو تر اوسه يې د يادو توکيو د پير او پلور مخه نه ده نيولې او هر کال د يادې ستونزې له امله يو شمېر ماشومان ټپيان کيږي.
دانش په دې اړه وايي، چې ياد شوي توکي په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کيږي او د ښار د کوڅو په هټيو کې پلورل کيږي.
دى وايي، چې پوليسو په سرحدي سيمو کې يوه اندازه ياد شوي توکي نيولي او ضبط کړي دي .
ده له خلکو په تېره بيا ميندو او پلرونو وغوښتل ، چې خپلو ماشومانو ته د يادو توکيو د کارولو اجازه نه ورکوي.
د کابل ښار د قلعۀ زمان خان د سيمې اوسېدونکى احمدفريد وايي، چې دى هم د اختر په ورځو کې د ماشومانو له خوا د لوبو د يادو توکيو د کارونې له امله سخت په تنګ راغلى و.
هغه زياته کړه : ” ما مې هم خپل درې کلن زوى ته تومانچه اخيستې وه ، ځکه چې ژړل يې او زه يې اړ کړم چې ورته ويې پېرم . “
دى وايي، دولت بايد د دا ډول توکيو د واردولو مخه ونيسي.
د ماشومانو د لوبو ډېرى وسايل له پاکستان او چين څخه هېوادونو څخه راوړل کيږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن