کابل (پژواک٢١زمرى٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د امنيتي ستونزو له امله يې تر اوسه په ١٢ ولسواليو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستي.
د راتلونکي کال د وري مياشتې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د غبرګولي په پنځمه او دويم پړاو يې د ولسواليو په کچه د زمري په پنځمه پيل شوى، چې له لارې يې تر اوسه شاوخوا ٣٠٠ زره کسانو کارتونه اخيستي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبرى اژانس ته وويل ، ټاکل شوې وه ، چې په دويم پړاو کې د نوم ليکنې ٣٩٩ مرکزونه په ولسواليو کې پرانيستل شي، خو دا شمېره ٣٨٧ ته ټيټه شوه.
نور زياتوي چې د ټاکنو کمېسيون د کورنيو چارو وزارت له چارواکو غوښتي ، چې د نوم ليکنې د مرکزونو د پرانيستلو په موخه ددې سيمو امنيت ډاډمن کړي.
د ټاکنو کمېسيون د وياند په وينا، د درېيو ولايتونو په څلورو ولسواليو کې د دولت حاکميت نشته او د نوم ليکنې د مرکز پرانيستل پکې له امکانه وتلې خبره ده.
ده زياته کړه:” کاکړ ولسوالي په زابل، ديشو او باغران په هلمند او ناوه په عزني کې، دلته د حکومت حاکميت نشته، امنيتي نهادونه نشته، په همدې خاطر زموږ د مراکزو امنيت نه نيول کېږي موږ نشو کولى مراکز پرانيزو.”
خو نور سره له دې هم وايي، چې که ددې سيمو امنيت ونيول شي د ټاکنوکمېسيون چمتو دى د ګرځنډه ډلو له لارې د سيمې خلکو ته کارتونه وويشي.
دى همداراز وايي، چې پر لارو د امنيتي ستونزو له امله تر اوسه د نوم ليکنې لپاره اړين توکي د غزني زنخان، د نورستان وامه او منډول او د کونړ ولايت چپې درې ولسواليو ته نه دي رسېدلي.
خو دى وايي تمه ده، چې د امنيتي ارګانونو په مرسته په نږدې راتلونکي کې په دې څلورو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه پرانيستل شي.
ده زياته کړه ، چې د نوم ليکنې توکي د کاپيسا اله ساى او د غزني خوګياڼو ولسواليو ته د لېږد په حال کې دي او په دې ولسواليو کې به هم ډېر ژر د نوم ليکنې مرکزونه پرانيستل شي.
هغه وويل، چې د پکتيکا ګيان او د نورستان کامدېش ولسواليو ته هم د امنيتي ګواښونو له امله د نوم ليکنې اړين توکي نه دي استول شوي او د ټاکنو کمېسيون نه دى توانېدلى، چې د نوم ليکنې لپاره په دې ولسواليو کې کسان پر دندو وګوماري او يا يې له نورو سيمو هلته ولېږي.
دى وايي، چې ددې ولسواليو د امنيت پر ټينګښت هم د کمېسيون او امنيتي ارګانونو تر منځ خبرې روانې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون اونۍ وړاندې وويل، چې د امنيتي چارواکو له پنځه مياشتنۍ ارزيابۍ وروسته ورته په ډاګه شوې، چې د رايې ورکولو د ٦٨٤٥ مرکزونو له ډلې ٢٥٩ يې تر سخت ګواښ لاندې او مخالفين په کې واکمن دي.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي وايي، چې د ټاکنو تر وخته به کوښښ وشي ، چې ياد ګواښونه له منځه ولاړ شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن