ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول  د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده

ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده

author avatar
12 Aug 2013 - 17:16
ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول  د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده
author avatar
12 Aug 2013 - 17:16

کابل(پژواک، ٢١زمرى ٩٢):ناټو دافغانستان اوامريکا ترمنځ د امنيتي تړون لاسليکول د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل او هر کلى يې ترې وکړ .

په افغانستان کې د ناټو د سترملکي استازي وياند Christopher Chambers وايي، چې ناټو له کوم شک پرته دافغانستان او امريکا تر منځ له دغه هوکړه ليک هر کلى کوي ، د دوو هېوادونو ترمنځ هر ډول دوه اړخيزه هوکړه په محتوياتو کې دافغانستان او ناټو د اړيکو ملاتړې ده .

 هغه چې نن يې په کابل کې يوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وويل :”دا افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه هوکړه ده ، زه نه شم کولاى دامريکا په استازولۍ خبرې وکړم، خو لکه څرنګه چې تاسې پوهېږئ ، امريکا هم د ناټو غړى هېواد دى ،هغه اړيکې چې دامريکا متحده ايالاتو له افغانستان  سره درلودې او يا به يې ولري ، په ټوله کې دشمالي انتلانتيک سازمان ( اناټو ) اړيکې په بر کې نه شي نيولى ، ياني دا يواځې د دوو هېوادونو ترمنځ  دوه جانبه اړيکه ده .”

 خو هغه زياته کړه : ډاډمن دى، چې د داسې يوه هوکړه ليک لاسليکول ددواړو هېوادونو په ګټه تمام شي،په ورته وخت کې ناټو هم تر دې وړاندې يوه پراخه هوکړه کړې ، چې اوسنى ماموريت به يې دماموريت له ختم وروسته افغان ځواکونو ته دسلا مشورې ورکونې ، مرستې او روزنې په برخه کې دوام ولري .

 دا په داسې حال کې ده ، چې وړاندې تر دې په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ويلي دي ،چې دافغانستان او امريکا ترمنځ ددغه تړون لاسليکېدل يوه اړتيا ده او دافغانستان سولې او ثبات ته دنړيوالې ټولنې ژمنتيا څرګندوي .

 امريکايي چارواکو ويلي، چې دغه سند بايد په افغانستان کې دټاکنيزو کمپاينونو له پيل وړاندې ،چې د روان زېږديز کال په اکتوبر کې پيل کېږي ، لاسليک شي .

خو افغان حکومت تل ويلي، چې په دې برخه بايد هېڅ زماني قيد شتون ونه لري او تر څو چې په امنيتي سند کې دافغانستان غوښتنې په نظر کې ونه نيول شي ، نو دغه هوکړه ليک به لاسليک نه کړي .

 دبهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې هېڅ هېواد دخپلو ګټو په نظر کې نيولو پرته له بل هېواد سره هوکړه ليک نه لاسليکوي ، امريکا هم بايد چې په دغه هوکړه ليک کې دافغانستان ګټې په نظر کې ونيسي .

افغان دولت دامنيتي سند په اړه ددواړو هېوادونو ترمنځ روانې خبرې تېره مياشت په قطر کې دطالبانو ددفتر په پرانيستل کېدو او پر دغه دفتر د طالبانو د بيرغ او لوحې د ځړولو په اعتراض کې وځنډولې ، خو سره له دې ،چې دغه بيرغ وروسته بېرته ښکته او په قطرکې د طالبانو دفتر وتړل شو، خو تر اوسه هم دغه دفتر له سره نه دى پرانيستل شوى .

په ورته وخت کې دايساف پوځي وياند جنرال هينزفيلدمين ( Heinz Feldmann) له ٢٠١٤ کال نه وروسته په افغانستان کې دايساف د پاتې کېدو په اړه وويل، چې ايساف ددغه پاتې کېدنې لپاره يوه قانوني چوکاټ ته اړتيا لري ،په همدې موخه دافغانستان دولت او ايساف ديوې مناسبې حل لارې لپاره کار  کوي .

 هغه زياته کړه : “له ٢٠١٤ زېږديز کال نه وروسته دايساف شتون دافغانستان او نړيوالې ټولنې په ګټه دى او زه ډاډمن يم ،چې موږ يوې هوکړې ته سره ورسېږو “

دايساف پوځي وياند زياته کړه ،چې نړيوالې ټولنې په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې دپام وړ پانګونه کړې او ايساف نه شي کولاى هغه له پامه وغورځوي او غواړي ډاډ حاصل کړي، چې ددوى لاسته راوړنې دوام لري .

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.