ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت په کابل کې دچينايي وګړو د وژنې په اړه څېړنې کوي

د کورنيو چارو وزارت په کابل کې دچينايي وګړو د وژنې په اړه څېړنې کوي

author avatar
12 Aug 2013 - 18:01
د کورنيو چارو وزارت په کابل کې دچينايي وګړو د وژنې په اړه څېړنې کوي
author avatar
12 Aug 2013 - 18:01

 کابل(پژواک، ٢١ زمرى ):دکورنيوچارو وزارت په کابل کې ددرېيو چينايي وګړو دوژنې په اړه دڅېړنو خبر ورکوي او وايي، چې دپېښې پرمهال حاضر يو چينايي وګړى يې دقضيې په اړه د لازياتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر پوښتنو کروېږنو لاندې نيولى دى .

 تېره اونۍ دچين سفارت چارواکو ددې پخلى وکړ،چې ددغه هېواد درې وګړي په کابل کې وژل شوي او دوه نور ورک دي .

دچين رسمي خبري اژانس ( سين هوا) دچيني چارواکو له قوله راپور ورکړى،چې ددغو درېيو وګړو مړي په کابل کې له يوې ودانۍ څخه تر لاسه شوي او دچين چارواکو له افغان حکومت غوښتي، چې ددغې موضوع په اړه دې څېړنې وکړي .

 ددغه خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه ودانۍ کې کله چينايانو سره يو افغان هم وژل شوى دى .

خو دکورنيو چارو وزارت وياندصديق صديقي په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې ددرېيو چينايي وګړو دوژنې پر مهال دوه نور چينايي وګړي هم حاضر وو، چې تېره ورځ ورڅخه يو د پوليسو له خوا ونيول شو.

هغه زياته کړه :(( دغه چينايي اوس د پوليسو تر پوښتنولاندې دى ، هيله لرو چې دقضيې دڅرنګوالي په اړه معلومات او جزييات ولري او څرګنده شي چې دا قتل څنګه شوى دى .))

 صديقي زياته کړه، د لاسته راغلو معلوماتو له مخې، يوه چينايي وګړي ځاى ترتيب کړى او څو نور چينايان يې وربللي وو .

دکورنيو چارو وزارت ددغو بهرنيو وګړو وژنه مرموزه وبلله او زياته يې کړه ،چې پوليسو زيات معلومات ترلاسه کړي او تمه ده ، چې د اصلي عاملينو په نيولو به بريالي شي .

تر اوسه د وژل شوو افرادو  د وژنې علت نه دى په ډاګه شوى او مسووليت يې هم چا پر غاړه نه دى اخيستى .

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.