ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسلوالو  اته مسافر وژلي

وسلوالو اته مسافر وژلي

author avatar
13 Aug 2013 - 11:17
وسلوالو  اته مسافر وژلي
author avatar
13 Aug 2013 - 11:17

غزني (پژواک ۲۲ زمری ۹۲): چارواکی وايي، وسلوالو هغه اته تنه مسافر وژلي، چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يې له اختر څخه يوه ورځ  مخکې له موټره ښکته کړي وو.

د غزني مرستيال والي  محمدعلي احمدي د زمري په ٢٢مه  پژواک اژانس  ته وويل، چې طالبانو ياد کسان د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لويه لار له ٣٠٣ موټره  ښکته کړي وو او تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ د باوالحق په سيمه کې وژلي دي.

د احمدي په وينا، وژل شوي کسان تر اوسه نه دې پېژندل شوي، چې څوک او د کومې سيمې دي.

نوموړي وويل، چې د هغوى مړي د پوليسو له لوري د مقر سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.

يو عيني شاهد رحيم الله وايي: ((زموږ د سپرلۍ موټر د مقر ولسوالۍ بازار ته نږدې د څو وسله والو له خوا ودرول شو، چې د ملي اردو جامې يې اغوستې وې.))

د ده په وينا، هغوى ځانونه د ملي اردو سرتېري معرفي کړل او له سپرليو يې غوښتنه وکړه، چې که څوک په دولت يا موسساتو کې دنده لري له موټره دې ښکته شي، ځکه چې په  لاره کې خطر دى موږ به يې د غزني تر ښاره خوندي ورسوو.

رحيم الله زياتوي، چې دغه اته تنه مسافر له موټره ښکته شول او د ملي اردو په جامه کې وسله والو يې لاسونه ور وتړل او له ځان سره يې بوتلل.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اختر دوه ورځې مخکې هم وسله والو په همدې سيمه کې د غزني ښار دوه موټر چلوونکي وژلي وو.

تر دې دمه د يادو اتو تنو د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.