ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو او پکتيکا کې سېلابونو ٩ تنه مړه او ١٣نور ټپيان کړي

په ميدان وردګو او پکتيکا کې سېلابونو ٩ تنه مړه او ١٣نور ټپيان کړي

author avatar
13 Aug 2013 - 14:46
په ميدان وردګو او پکتيکا کې سېلابونو ٩ تنه مړه او ١٣نور ټپيان کړي
author avatar
13 Aug 2013 - 14:46

کابل-ښرنه (پژواک ٢٢ زمرى ٩٢): په ميدان وردګو او پکتيکا کې د را وتلو سېلابونو له امله په مالي زيانونو سربېره ٩ تنه مړه شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په جغتو، سيداباد، دايميرداد او چک ولسواليو کې د سېلابونو له امله درې زره کورنۍ زيانمنې شوې، اته تنه مړه او ديارلس نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د جغتو په شپېتو کليو کې د راوتلو سېلابونو له امله اته تنه، چې په کې درې ماشومان، درې مېرمنې او دوه سړي شامل دي وژل شوي، همدا راز سېلابونو په ياده ولسوالۍ کې دوه سوه څاروي له منځه وړي او ٤٠٠٠ جريبه ځمکه يې زيانمنه کړې ده.

خبرپاڼه ليکي، په چک، سيداباد او دايميرداد ولسواليو کې ٤٠٦٥ جريبه کرنيزه ځمکه اوبو لاندې کړې، په سيد اباد او دايميرداد کې ١٩ کورونه نړيدلي او دغه راز په چک او دايميراد کې ١٤٠٠٠ مېوه لرونکې او بې مېوې ونې سېلاب وړې دي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، چې سېلاب په چک ولسوالۍ کې ١٣ تنه ټپيان کړي او په سيدا اباد کې يې ٧٠ څاروي مړه کړي دي.

خبرپاڼه د  ميدان وردګو د والي عبدالمجيد خوږګياڼي له خولې کاږي، چې ٥٤٣ کورنيو ته به د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې له بوديجې خوراکې توکې ووېشل شي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په اورګون، مټاخان، يوسف خېلو، جاني خېلو او تروو ولسواليو کې سېلابونو يوه مېرمن مړه کړې او په ميليونونو افغانۍ مالي زيانونه يې اړولي دي.

د پکتيکا ولايت د رسنيو له دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، پرون او نن سهار د تروو ولسوالۍ د کارېزخېلو په سيمه کې سېلابونو د سيمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي د او له امله يې په سيمه کې ځاني او مالي زيانونه رامنځته شوي دي.

سرچينه زياتوي، سېلاب د تروو ولسوالۍ د کارېزخېلو سيمې د نږدې کليو پنځه زره جرېبه کرنيزه ځمکه خرابه کړې او پرې ولاړ فصلونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي او ١٥٠څاروي هم مړه شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.