ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې له وېرې د غورماچ ١٥٠٠ کورنۍ بېځايه شوې

author avatar
15 Aug 2013 - 16:54
author avatar
15 Aug 2013 - 16:54

مېمنه (پژواک ٢٤ زمرى ٩٢): د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د جګړې له وېرې تر ١٥ سوو ډېرې کورنۍ له خپلو سيمو کډه شوې او په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.

په سيمه کې دغه وضعيت هغه مهال رامنځته شو، چې ځينو چارواکو درې ورځې وړاندې ويلي وو، چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ په مرکز باندې د بريد لپاره د غورماچ ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې سره راغونډ شوي او خلکو ته يې ګواښ کړى، چې خپلې سيمې پرېږدي.

دغه شړل شوې کورنۍ وايي، چې د خوراکي توکو او د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او په ډېر بد وضعيت کې خپل ژوند پر مخ وړي.

د غورماچ مرکز ته د څېرمې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له شپږو نورو کورنيو سره يو ځاى له قيصار ولسوالۍ څخه را شړل شوي او په ډېرو بدو شرايطو کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه: ” کله، چې طالبانو موږ ته پيغام راولېږه، چې له سيمې ووځئ او موږ بريد کوو نو ټول شته مو پر ځاى پرېښودل او له اولادونو سره يو ځاى مو دلته پناه راوړه.”

عبدالبصير زياته کړه، چې دوه ورځې يې په قيصار هوټل کې تېرې کړې او وروسته يې بيا يو کور په کرايه ونيوه، خو د دولتي چارواکو مرستې ته يې سترګې نيولې دي.

په غورماچ کې د سيمې يوه قومي مشر، چې نه يې غوښتل نوم واخيستل شي وويل، چې له دې سيمې څخه له دوو زرو زياتې کورنۍ شړل شوې، چې ډېرى يې د غورماچ د ابګرمک، تحت بازار، پيتو او عاشورزيو سيمو اوسېدونکي دي.

د قومي مشر په وينا، هغوى د قيصار ولسوالۍ او د غورماچ په لرې پرتو سيمو کې ځاى پر  ځاى شوي دي.

هغه وويل، نوموړي هم له نورو ١١ کورونيو سره ځاى د قيصار، چهلګزي سيمې ته پناه وړې او مرستې ته ډېره اړتيا لري.

د غورماچ ولسوال نعمت الله سرحدي وايي، چې تر دې مهال له ١٥ سوو څخه زياتو کورنيو خپلې سيمې پرېيښې؛ دښتو او درو ته يې پناه وړې او د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ دي.

خو نوموړي زياته کړه، چې د دغو کورنيو سروې ستونزمنه ده او تر دې مهاله د هغوى د اوسېدو سيمې نه دې مشخصې شوې او له بلې خوا ځينې کورنۍ نا امنو سيمو ته کډه شوې، چې په دې حالاتو کې له هغوى سره مرسته، ستونزمنه ده.

سرحدي زياته کړه، چې طالبانو د غورماچ ولسوالۍ پر مرکز بريد نه دى کړى او د بريد کولو وس هم نه لري، دغه راز د امنيت له پلوه کومه اندېښنه نه شته او هغه خلک، چې له خپلو سيمو کډه شوي بايد بيرته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فارياب د ولايتي شورا مشر رحمت الله ترکستاني درې ورځې وړاندې ويلي و، چې په ياده ولسوالۍ کې د دولت حاکميت کمزورى دى او که امنيتي ځواکونه په وسلو سمبال نه شي نو دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

له بلې خوا په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لېوا د مطبوعاتو مسوول جګړن محمد رضا وايي، چې پرون څلور وسلوال طالبان د ملي اردو د هاوان په ډز هغه مهال ووژل شول، چې د غورماچ په سرتخت سيمه کې يې  د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد نيت درلود.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې د طالبانو د مشهور قوماندان ملا سور ګل په ګډون دوه تنه نور هم ټپي شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غورماچ تر پنځه کاله پخوا د بادغيس ولايت له ولسواليو څخه شمېرل کېده، چې له هغه وخته راپدېخوا په فارياب ولايت پورې اړونده شوې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.