خوست (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): په خوست کې د ١٦٠ متره اوږد پول د جوړېدو کار نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شو.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي د دغه پله د بنسټ اېښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پول د خوست ښار سوېل ته د فارم باغ په سيمه کې د اته متره سور په لرلو جوړيږي.
د والي په خبره، دغه پول د نړيوال بانک په مالي مرسته، چې ټوليز لګښت يې ۶۷ ميليونو افغانيو ته رسېږي، په اتلسو مياشتو کې جوړيږي.
د سيمې خلک وايي، کله چې د باران له امله په دغه خوړ کې اوبه راشي، نو هېڅوک نه شي کولای پرې تګ راتګ وکړي.
د سيمې يوه قومي مشر حاجي سيدالرحمن وايي، ډېرى وخت په دې خوړ کې اوبه بهيږي، چې له امله يې نه شي کولای ناروغان پر وخت روغتيايي مرکزونو ته ورسوي.
نوموړي له نړيوال بانک څخه د مننې تر څنګ وويل، چې د پله په جوړولو سره به د دې سيمې د تګ راتګ اوسنۍ ټولې ستونزې حل شي.
د يادونې ده، چې له دې وړاندې هم په خوست کې د نړيوال بانک په مالي همکارۍ د دوو لويو پلونو د جوړېدو کار پيل شوی، چې په بشپړېدو سره به يې د خوست يو شمېر سيمې او ولسوالۍ له خوست ښار سره ونښلول شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن