ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دې احتمال شته چې پاکستانى سوالګر دې په جاسوسۍ او ناامنيو کې لاس ولري

د دې احتمال شته چې پاکستانى سوالګر دې په جاسوسۍ او ناامنيو کې لاس ولري

author avatar
18 Aug 2013 - 18:19
د دې احتمال شته چې پاکستانى سوالګر دې په جاسوسۍ او ناامنيو کې لاس ولري
author avatar
18 Aug 2013 - 18:19

کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): ځينې خلک وايي، چې په هېواد کې د ځينو خارجي هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستاني سوالګر، له بې نظمۍ او اخلاقي فساد پرته د سيمې استخباراتو ته په جاسوسۍ او ناامنيو کې هم  لاس ولري.

په تېرو څو کلونو کې د هېواد په ډېرى برخو کې بهرني سوالګر په ځانګړې توګه پاکستاني تر سترګو کېږي، چې ډېر کم يې په ډېره ستونزمنه توګه په پښتو او دري ژبو ګړېدلى شي، ډېرى يې په اردو خبرې کوي او ځينې يې ډېر خوار ځواکي هم دي.

د هېواد اوسېدونکي وايي، چې بهرني سوالګر د يوې ځانګړې شبکې له لوري دې ډول کارونو ته چمتو کېږي او هره ورځ د همدې شبکې له لوري په بېلابېلو سيمو کې په دندو ګومارل کېږي، چې دغه موضوع د امنيت لپاره د اندېښنې وړ ده او امنيتي چارواکي بايد د دې مخه ونيسي.

په دې وروستيو کې د دغو سوالګرو شمېر په ډېرېدو دى او هغوى، چې ډېرى ښځې او ماشومان يې له لاسو، پښو او سترګو معيوب هم دي؛ په بازار او د سړکونو په منځ کې له خلکو د پيسو غوښتنه کوي.

د کابل ښار د ميرويس  ميدان يوه هټۍ وال محمد علي پژواک خبري اژانس ته وويل: ” موږ د دغو سوالګرو له لاسه تر ستوني راغلي يو او کله، چې مشتريان له موږ سودا اخلي نو پاکستاني سوالګر له هغوى پيسې غواړي او په زيات ټينګار له هغوى پيسې اخلي.”

هغه زياته کړه، چې ډېرى وخت پېرېدونکى مجبور دى، چې له دوى سودا وانخلي او له دوکان څخه بهر شي.

 د کابل ښار يوه بل اوسېدونکي محمد رفيع وويل: د دې ضمانت څوک کولى شي، چې دغه سوالګر دې بهرنيو هېوادونو ته جاسوسي ونکړي.

 

هغه زياته کړه، چې دولت بايد په دغه شان حالاتو کې ډېر حساس وي او ټول سوالګر دې له ښاره راټول کړي، څو د هېواد امنيت ته کوم خطر ونه اوسي.

ځينې موټر چلوونکي هم شکايت کوي او وايي، چې ټول پاکستاني سوالګر د سړکونو په منځ کې کېني او د موټرو تګ راتګ ته ستونزې را ولاړوي.

 د عبدالحق په څلور لارې کې يو ټکسي چلوونکى عبدالقدير وايي، چې که د ترافيکو د ګډوډۍ پنځوس سلنه لامل د موټرو زياتوالى او د واټونو خرابوالى دى نو پنځوس سلنه نور يې بهرني سوالګر دي.

هغه زياته کړه: ” د ښار په ډېرو ساحو کې د سړکونو په منځ کې عجيب او غريب کسان ناست وي ، سوال  کوي  او په يوه ځاى کې څو کسان کېني او حتى ټول سړکونه بندوي.

 د افغاني مېرمنو د مهارتونو د پراختيا مرکز مشره ماري اکرمي هم په ښار کې د سوالګرو شتون د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې هغوى د نورو ستونزو تر څنګ د خلکو د ځورونې لامل هم ګرځي او انسانيت او افغانيت تر پوښتنې لاندې کوي. 

 بهرني سوالګر يواځې په پلازمېنه کې د خلکو د ستونزو لامل نه دي، بلکې د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم ډېر شوي او د خلکو د اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.

دوى په ځينو هغه ولايتونو کې، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري د نورو ولايتونو په پرتله ډېر تر سترګو کېږي.

د کندهار ولايت يوه اوسېدونکي حاجي عبدالباري وويل، چې په کندهار کې پاکستاني سوالګر ډېر شوي او اتيا سلنه يې ښځې تشکيلوي، چې په ځينو ځايونو کې د اخلاقي فساد لامل هم دوى دي.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې د دغو سوالګرو په راټولولو کې ډېر ژر خپل تصميم ونيسي او ا ندېښنه يې څرګنده کړه، چې امکان لري دوى د سيمې استخباراتو ته کارونه وکړي.

 نوموړي زياته کړه: له دې امله، چې پاکستان له کندهار سره ګډه پوله لر ي نو پاکستاني سوالګر هلته ډېر شوي او په اسانه توګه دې ولايت ته راځي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل، د بهرنيو په ځانګړي ډول د پاکستاني سوالګرو ډېرښت مني، خو وايي ، چې د دغو سوالګرو د راټولولو لپاره يې د ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ، د سرې مياشتې ټولنې او د کار او ټولنيزو چارو رياست د استازو يوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

 هغه زياته کړه، چې ياده کمېټه په دې ګومارل شوې څو د دغو سوالګرو چارې وڅاري او معلومه کړي، چې څومره کسان يې د سوالګرۍ لپاره راغلي او څومره نور يې کومې موخې لري؟

 د کندوز ولايت اوسېدونکي هم د بهرنيو سوالګرو له شتون اندېښنه لري او هغوى ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چې د دې ډار شته، چې دغه کسان دې بهرنيو هېوادونو ته جاسوسي وکړي.

 د کندوز ښار يوه هټۍ وال يعقوب علي وويل: ” موږ له خپلو سوالګرو تر ستوني راغلي وو، خو اوس بهرني سوالګر هم ډېر شوي، چې ټول دوکانداران او مشتريان يې تنګ کړي او د کندوز ښار ډېر اوسېدونکي په ډار کې دي، چې دغه کسان د هرې ورځې معلومات پاکستان ته په مخابرو کې ورکوي.”

 هغه زياته کړه، چې دغه سوالګر له خلکو په ډېر ټينګار او زرو پيسې اخلي او د دې امکان هم شته، چې د پاکستان استخباراتي شبکو ته کار وکړي، چې ټول پټ معلومات را ټول او خپلو مرکزونو ته يې ولېږدوي.

 د هلمند ولايت يو هټۍ وال نوراغا وايي، چې پاکستاني سوالګرو ښار بې نظمه کړى  او د دې تر څنګ د دې امکان هم شته، چې دغه خلک په چاودنو او نورو امنيتي پېښو کې لاس ولري.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې د دغو کسانو د راتلو مخه دې ونيسي.

 

خو د کابل ښار په ميرويس ميدان سيمه کې يوه سوالګر، چې له خلکو يې پيسې غوښتلې وويل، چې د پاکستان له بلوچستانه د کار نه شتون له امله، افغانستان ته راغلي دي.

د هغه پښې، چې نرۍ او کږې وږې وې او پر ځمکه ښوېيده زياته کړه، چې له مجبوريت او ناچارۍ افغانستان ته راغلى، څو يو څه پيسې تر لاسه کړي او بله کومه موخه نه لري.

 شېرنواز، چې له خپلې مېرمنې او درېيو ماشومانو سره له پنځو کلونو راهيسې د پاکستان له پنجابه، کندوز ښار ته راغلي وايي، چې له ښاره په يوه لرې سيمه کې ژوند کوي.

 هغه، په پښتو او دري ژبو ښه نه پوهېږي او يواځې خپلې ستونزې پرې حلولى شي، خو زياتوي،  چې له بې وزلۍ او غوربته افغانستان ته راغلى او له دې امله، چې افغانۍ پيسې له پاکستانۍ کلدارو څخه دوه برابره لوړې دي، د خپل کور نفقه پرې پوره کولى شي.

 نوموړى، چې هره ورځ له ٥ سوو څخه تر اتو سوو پورې عايد لري وايي، چې په پاکستان کې يې نه شواى کولى دومره اندازه پيسې ټولې کړي.

 د هغه په وينا، پلرونه او نيکونه يې هم له انقلابه مخکې افغانستان ته راتلل او اوسمهال، چې دوى شاوخوا لس کورنۍ دي د ژمي په موسم کې ننګرهار او يا هم کندهار ولايتونو ته ځي او د پسرلي او اوړي په موسمونو کې په کندوز کې خپله ګدايي کوي.

خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي، چې د سوالګرو د راټولولو په پروګرام کې يې په تېرو څو کلونو کې د بهرنيو سوالګرو په ګډون سلګونه سوالګر راټول کړي دي.

 د ياد وزارت وياند علي افتخاري پژواک ته وويل: ” د پاکستاني سوالګرو له را ټولولو وروسته هغوى له افغانستانه بهر شول او د پاکستان له سفارت ضمانت واخيستل شو، چې هغوى بياځلې سوالګرۍ ته راستانه نه شي.”

 افتخاري زياته کړه، چې د سوالګرو د راټولولو پروسې له درولو وروسته د پاکستاني سوالګرو د بيا راګرځېدو موضوع نه ده څېړل شوې.

 د بهرنيو سوالګرو موجوديت، امنيتي بنسټونه هم اندېښمن کړي او هغوى هم د دغو کسانو د استخباراتي او جاسوسي فعاليتونو احتمال نه ردوي.

 د کورنيو چارو وزارت سرپرست مجتبى پتنګ وويل: ” بهرني سوالګر په هېواد کې زيات شوي، د دې تر څنګ، چې نورې ستونزې يې هم رامنځ ته کړي داسې نه وي، چې  په جاسوسي شبکو کې هم لاس ولري! چې په دې صورت کې به بيا د دوى اېستل ستونزمن کار وي.”

 هغه زياته کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت او د سرې مياشتې له ادارې سره به د دغو سوالګرو د  راټولولو پر سر خبرې وکړي، څو دې ستونزې ته د حل يوه لاره پيدا کړي.

 د کورنيو چارو وزارت سرپرست زياته کړه، چې د دغو سوالګرو له ډلې يې ځينې ويزې هم لري او پوليس هغوى نه شي شړلى، چې په دې اړه به د بهرنيو چارو له وزارت سره هم خبرې وشي.

 خو د کابل امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمد ظاهر وايي: ” موږ تر اوسه په دې اړه داسې اسناد نه لرو او تر اوسه مو، چې کوم کسان نيولي د دوى په منځ کې داسې کسان نه وو، چې ګواکې دوى دې جاسوسان وي او يا هم موږ نه دي ثابت کړي او امکان دې ولري، چې د دوى په منځ کې وي، خو تر اوسه مو د جاسوس په تور له دوى څخه څوک نه دي نيولي.”

 له بلې خوا د کار او ټولينزو چارو وزارت وياند وايي، چې په دې اړه يې يو نوى طرزالعمل چمتو کړى، چې په راتلونکي کې به د يوه کميسيون له لوري پلى شي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.