ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هډوکو په نري رنځ اخته ماشوم غواړي ډاکټر شي

د هډوکو په نري رنځ اخته ماشوم غواړي ډاکټر شي

author avatar
18 Aug 2013 - 16:11
د هډوکو په نري رنځ اخته ماشوم غواړي ډاکټر شي
author avatar
18 Aug 2013 - 16:11

کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢):”که پښه مې ښه شوه، درس خلاصوم، طب پوهنځى وايم، ځکه چې روغه سټه پاچاهي وي، زه ناروغ يم … خو غواړم چې د نورو درملنه وکړم.”

دا د اته کلن عبدالصبور خبرې دي، چې د هډونکي په نري رنځ اخته دى، د هغه يواځېنۍ هيله دا ده چې له روغتيا موندلو وروسته ډاکټر او د ناروغانو درملنه وکړي.

هغه په پکتيا ولايت کې زېږدلى، هغه په يوه ښوونځي کې د لومړي ټولګي اول نومره و او اوس د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مرسته المان ته استول کېږي.

عبدالصبور په کابل کې د سرې مياشتې دفتر له دروازې سره د ولاړو خلکو په منځ کې په ډېر خواشينوونکي انداز پژواک خبرى اژانس ته وويل، درې مياشتې کېږي چې د هډوکو په نري رنځ اخته دى او له دې ناروغۍ ځورېږي.

هغه وويل، چې په پيل کې يې دغه درد نه احساساوه، خو پښې يې ورو ورو درد پيدا کړ، له څو ورځو تېرولو وروسته يې درد سخت شو او نور د دې نه و چې ښوونځي ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې د هغه دوه وروڼه، درې خويندې او پلار هم د ناروغۍ له امله مړه شوي، هغه په دې اړه وويل: “له درس سره زياته منيه لرم، کله چې نور په درس ګورم، نو بې خوده شم له ځان سره غلى غلى ژاړم.”

هغه زياته کړه، چې که يې په المان کې درملنه ونه شي، نو فکر نه کوي چې خپلو هيلو ته به ورسېږي او دا ارمان به له ځان سره ګورته يوسي.

په کابل کې د نري رنځ روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالودود حيدرى وايي، چې د هډوکي نرى رنځ په دوو برخو وېشل شوى، چې ريوي او غير ريوي ورته وايي.

ريوي يې په سږو پورې اړه لري خو دويم ډول يې په عمومي ډول مفاصل نيسي، چې دغه مفاصل کله کله د خوار ځواکۍ لامل ګرځي.

حيدري زياته کړه، چې د هډوکو نرى رنځ هم نا ريوي دى او نښې يې سخت دردونه او د ملا په برخه کې د وجود شخېدل دي، چې په خورېدو سره يې ناروغ خپله ملا نه شي ټيټولى، په دې ناروغۍ اخته کسان په ونه کړوپ وي.

هغه د (مايکرو بکتريم توبرکلوز) په نوم باکتريا د دې ناروغۍ عامل وبلله.

کوچنى عبدالصبور، چې په کم عمر کې له زياتو محروميتونو او ناهيليو سره مخ دى، سرپرستي يې خپل کاکا ٥٥ کلن ميرزا محمد ته ور له غاړې ده.

هغه وويل، چې د وراره د پښې اکسرې يې د موسى وردګ په روغتون کې اخيستې او په دغه روغتون کې يې ٤٥ زره افغانۍ لګولې دي، په همدې ډول يې ١٥٠ زره افغانۍ په هندوستان کې د هغه په درملنه لګولي، خو ګټه يې نه ده کړې.

ميرزامحمد زياته کړه: “وراره مې په دې کم عمر کې خارق العاده لياقت لري، قرانکريم يې ياد کړى، په خطاطۍ او نقاشۍ کې لوى لاس لري، په ځانګړي ډول کله چې يو سيم پيدا کړي، غوږونه ته يې اچوي، د کريمو د قوطي له سرپوښ نه معاينه جوړوي او نور ماشومان معاينه کوي.”

هغه وويل، درې مياشتې کېږي، چې وراره يې په يوه تخته تړلى، ځکه چې د همدې ناروغۍ له امله يې د پښې بڼې بدلون موندلى و.

د صبور تره زياته کړه، په پکتيا کې يې د سرې مياشتې پته پيدا کړه، کابل ته يې را واستاوه او دلته پرته له دې چې څه ووايي، ورته ويې ليکل چې صبور دې د درملنې لپاره المان ته واستول شي.

دى هيله لري، چې وراره به له درملنې روغ راستون شي، د افغاني سرې مياشتې له ټولنې او د المان د سولې له کلي څخه مننه کوي، چې د افغانستان او نړۍ له بې وزله معيوبينو مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې صبور تېره اونۍ له ټول هېواد څخه د راټولو شوو ٦٠ ماشومانو سره چې د هډوکو له ناروغۍ او سوځېدو څخه کړېدل، د المان د سولې کلي او افغاني سرې مياشتې په مرسته المان ته استول شوى دى.

ټاکل شوې، چې ٤٢ نور ماشومان چې د ورته ناروغيو له امله د يادو ادارو له خوا ٦ مياشتې وړاندې المان ته استول شوي وو، نن د اسد په ٢٧ مه به بېرته کابل ته را ستانه شي.

د المان د سولې کلى په ١٣٦٧ کال کې د المان په او برهازن ښار کې د هغو ماشومانو ددرملنې لپاره چې جوړ شوى، چې د هډوکو په ناروغۍ او سوځېدنه اخته وي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې چارواکي وايي، له ٢٧ کلونو راهيسې يې د دې پروسې له لارې په زرګونو افغان ماشومان چې د هډوکو په ناروغيو اخته او يا سوي وو، د المان د سولې ښار ته استولي او درملنه يې شوې ده.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.