ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى : پردي دې پر افغانستان د حاکميت خيال له سره اوباسي

حامد کرزى : پردي دې پر افغانستان د حاکميت خيال له سره اوباسي

author avatar
19 Aug 2013 - 08:17
حامد کرزى : پردي دې پر افغانستان د حاکميت خيال له سره اوباسي
author avatar
19 Aug 2013 - 08:17

کابل ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي د هیواد د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د څلور نويمې کليزې په مناسبت هېواد والو ته مبارکي ورکړې او ژمنه کړې چې له خپلواکۍ څخه به ساتنه کوي.

غازي امان الله خان ٩٤ کاله مخکې له انګرېزانو څخه خپلواکۍ بيا ترلاسه کړه ، هر کال دغه ورځ په پرتمينو مراسمو نمانځل کېږي، خو سږ کال په کمرنګه توګه دا ورځ نمانځل کېږي.

ولسمشر حامد کرزي نن سهار په کابل کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګيډۍ کېښوده، خو په دې مراسمو کې يې خبرې ونه کړې.

خو وروسته له ارګ څخه د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژاسن ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ولسمشر په يوه پيغام کې هېوادوالو ته ددې مبارکي ورکړې ده.

هغه زياته کړې : (( د افغانستان تاريخ له وياړونو، کارنامو او سرښندنو څخه ډک دی. د تاريخ په اوږدو کې زموږ باغروره ملت د پرديو له زيات شمېر يرغلونو او له هغو څخه د راولاړو شويو ستونزو سره مخامخ شوی، خو هېڅکله یې هېڅ پردي ته د تسليم سر ندی ټيټ کړی.))

کرزي ويلي، د همدې لپاره د افغانستان خلکو د خپل عزت، وقار او خپلواکۍ د ساتلو لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي.

ده زياته کړې : (( نن موږ افغانان د خپلو پلرونو او نيکونو د هغو قربانيو يادونه کوو چې ۹۴ کاله د مخه يې د خپل استقلال د ګټلو لپاره ورکړې وې او په پوره وحدت او ورورولۍ يې له خپل هېواد څخه پردي شړلي وو.))

ولسمشر حامد کرزي ويلي چې د خپلواکۍ د جشن ددغې پرتمينې ورځې په وياړافغانان بايد يو ځل بيا يو له بل سره تعهد وکړي چې په راتلونکي کې به هم له خپل دين، وطن او ناموس څخه د هر تيري کوونکي په وړاندې په مېړانه، وحدت او ورورولۍ دفاع کوي.

هغه ويلي چې هر پردی دې پر افغانستان د حاکميت خيال له سره وباسي.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.