ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستانيانو له خوا د هلمند د مرمر ډبرو پراخه غلا روانه ده

د پاکستانيانو له خوا د هلمند د مرمر ډبرو پراخه غلا روانه ده

author avatar
20 Aug 2013 - 14:23
د پاکستانيانو له خوا د هلمند د مرمر ډبرو پراخه غلا روانه ده
author avatar
20 Aug 2013 - 14:23

لښکرګاه (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): د هلمند د حجارۍ او نجارۍ د فابريکې مسوولين وايي، پاکستانيان يې د ډبرو د غلا تر څنګ معدنونه تخريبوي.

په لښکرګاه کې د رخام ډبرو د پروسس د فابريکې رييس محمدلعل کارګر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ډېره وخته له پاکستان سره پر پوله په دېشو ولسوالۍ کې پاکستانيان د دوى له کانونو په خپل سر ډبرې وړي.

د ده په خبره، له دې سره سره چې ډبرې غلا کوي تر څنګ يې په کان کې کله ناکله چاودنې په کې کوي، هوايي بمبار هم پرې کوي، چې له دې سره ډېرى معدونو تخريب شوي دي.

کارګر زياته کړه، په ستونزه يې ټول اړوند ارګانونه خبر کړي او تر دې وروسته هم غوښتنه کوي، چې پولې ته نږدې کانونه وڅاري او د غلو او ډبرو د قاچاق مخه ونيسي.

د ده په وينا، د رخام ډبرو معدنونه چې په ديشو ولسوالۍ کې پر پوله پراته دي، تر اوسه

افغان ځواکونه نه دي ورغلي ځکه پاکستانيان په ازاد ډول زموږ ډبرې غلا کوي.

د کارګر په خبره، که د دغه کار مخه ونه نيول شي، نو په دې سيمه کې به ټول کانونه پاکستانيان يوسي.

نوموړي زياته کړه، د حجاري او نجاري فابريکه، چې پخوا له فعاليته لوېدلې وه، له تېرو دريو کلونو راپه دېخوا نيمه خصوصي سکتور ته اوښتې او په کارونوکې يې ښه والى راغلى دى.

د ده په خبره، چې د ډبرو تر څنګ يې په دې وروستيو کې د ترکاڼۍ (نجارۍ) برخه هم فعاله کړې، چې له وړاندې يې کارونه په ټپه ولاړ و.

کارګر وويل د ولسمشر د فرمان له مخې، ټولې دولتي ادارې له دوى څخه مېز، څوکۍ، کوچونه، المارۍ او نور دفتري وسايل پېري، چې له دې سره يې د تېر کال په پرتله په عوايدو کې ٦٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د فابريکې يو کارګر عبيداالله وايي، چې اوسمهال ٨٥ کارګر د ډبرو او ترکاڼۍ په برخو کې په کار بوخت دي.

 نوموړي زياته کړه، په فابريکه کې د کار له امله يې په ژوند کې بدلون راغلى او کورنى اقتصاد يې ښه شوى دى.

 په هلمندكې د سرحدي پوليسو د شپږم زون قوماندان جنرال سلطان محمود محمود وايي، چې دوى ته د فابريكې مسوولينو او كشفي ارګانونو له خوا په دې اړه خبر وركړل شوى دى، چې د پاكستان له خوا په ناقانونه توګه ډبرې وړل كېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، سرحدي پوليس د دغه كار د مخنيوي لپاره دوامدار ګزمې كوي خو كله چې دوى هغې سيمې ته ورځې نو هغوى تښتي.

د نوموړي په وينا، دوى هلته دايمي پوستې نه لري، خو د ډبرو د غلا د مخنيوي لپاره بايد لوړ پوړي چارواکي تصميم ونيسي.

د هلمند حجارۍ او نجاري فابريكه په ۱۳۴۱ لمريز كال د وري په ۲۸ مه د پخواني پاچا محمدظاهر شاه په لاس پرانيستل شوه.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.