تالقان (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى ،يو ملکي وګړى او د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو امر ټپيان شوي دي.
پوليس وايي، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د بنګي ولسوالۍ په دوه لارې که هغه مهال رامنځته شوه، چې د پوليسو د انجنيرۍ ډلې د سړک غاړې يو ماين له کاره ويست او د دويم ماين د خنثى کولو پر مهال، وسله والو مخالفينو دغه ماين ته د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړه.
د تخار د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او د بنګي ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو امر سمونوال امام حاتم له يوه ملکي وګړي سره، چې پر لاره تېرېده يو ځاى ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دغه چاودنه د بنګي ولسوالۍ د امنيه قوماندان ملا نادر موټر مخې ته رامنځته شوې، چې له امله يې درې پوليس وژل شوي دي.
د هغه په وينا، د ياد قوماندان موټر ويجاړ شوى، خو د هغه د برخليک په اړه پوره معلومات نه لري.
د ويلو ده، چې تېره اونۍ د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په يوه هوټل کې د چاودنې د رامنځ ته کېدو له امله يو پوليس وژل شوى و او د ملکي وګړو په ګډون پکې پنځلس کسان ټپيان شول، خو طالبانو ويل، چې په دې چاودنه کې يې ١٩ اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن