ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرېبا کاکړ ساتونکې مېرمن ونيول شوه

د فرېبا کاکړ ساتونکې مېرمن ونيول شوه

author avatar
21 Aug 2013 - 10:41
د فرېبا کاکړ ساتونکې مېرمن ونيول شوه
author avatar
21 Aug 2013 - 10:41

غزني (پژواک ٣٠ زمری ۹۲): امنيتي ځواکونو د غزني مرکز اړوند سيمه کې هغه مېرمن نيولې، چې د وسله والو له لوري د ولسي جرګې تښتول شوې وکيله فرېبا کاکړ يې په خپل کور کې ساتله.

په ولسي جرګه کې د کندهار وکيله فرېبا کاکړ له خپلو څو ماشومانو سره د کوچني اختر په درېيمه د غزني د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د نوغي په سيمه کې د وسله والو له لوري يرغمل شوه. وروسته له درېيو ورځو يې ماشومان بېرته خوشې شول، خو دا لا هم له طالبانو سره په بند کې ده.

د امنيتي ځواکونو له لوري د نيول شوې مېرمنې د خاوند وراره مقبول احمد پژواک ته وويل، چې وړمه شپه يې پر کور بهرنيو او افغان ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړل او د ده د تره کډه يې له ځانه سره بوتله.

نوموړى وايي، چې تره يې په هرات کې موټر چلوي او د عملياتو پر مهال په خپل کور کې نه و.

هغه زياتوي، امنيتي ځواکونو يې ډېر سپکاوى کړى ، د تلاشۍ پر مهال يې دوى ځورولي، لاسونه يې ور تړلي او د دوى د کور مېرمن يې له ځان سره وړې ده.

دى وايي، د خپل تره د مېرمنې په اړه معلومات نه لري، چې له پوليسو سره ده او که له بهرنيو ځواکونو سره بندي ده.

د کلي يو بل اوسېدونکى محمدالله وايي، چې پرون غرمه د ستونزې د حل لپاره يو شمېر سپين ږيري والي موسى خان اکبرزاده ته ورغلي وو.

د ده په خبره، والي ورته ويلي، چې فرېبا کاکړ تاسې تښتولې، څو هغه ازاده نه کړي نيول شوې مېرمن به يې ور خوشې نه کړي.

محمدالله وايي، دوى فرېبا کاکړ نه پېژني او نه ترې خبر دي، چې هغه چا تښتولې ده.

د ده په خبره، په سيمه کې يې زيات وسله وال ګرځي ، دوى نه دي خبر چې فرېبا چا وړې ده.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده په دې اړه بې خبري وښوده او نه يې غوښتل، چې له رسنيوسره خبری وکړي.

 خو يوې امنيتي سرچينې د نه نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، فرېبا کاکړ د دې مېرمنې په کور کې ساتل کېده او دې مېرمنې هم منلې، چې فرېبا کاکړ د دې په کور کې ساتله کېده.

سرچينه وايي، چې پر کلاغچ کلي باندې د عملياتو تر پيل لس دقيقې مخکې فرېبا کاکړ له هغه کوره ايستل شوې وه، چې دا په کې ساتل کېده.

کلاغچ د غزني له ښاره شاوخوا ١٥ کيلومتره لرې سوېل ته د اندړو له ولسوالۍ سره پر پوله پروت دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.