ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ډېر ژر به له سياسي اېتلافونو او ګوندونو لوى اېتلاف جوړ شي”

author avatar
21 Aug 2013 - 17:19
author avatar
21 Aug 2013 - 17:19

کابل (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): د ولسمشرۍ ټاکنو په رالنډېدو سره ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې له څو اېتلافونو او ګوندونو يو لوى اېتلاف رامنځته شي او راتلونکو ټاکنو ته به خپل کانديد وړاندې کړي. 

په دې ايتلاف کې به د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ، د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي جنبش، د کريم خليلي په مشرۍ د اسلامي وحدت، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي اېتلاف، د احمد ضياء مسعود په مشرۍ د ملي جبهې او د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهير ګوندونه او اېتلافونه ګډون ولري.  

د ملي جبهې مشر او د جمعيت اسلامي ګوند مرستيال احمدضياء مسعود نن خبريالانو ته وويل، چې په دې اړه له حق او عدالت او افغان ملت ګوندونو سره هم خبرې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، چې ټاکل شوې دغه اېتلاف په راتلونکې اونۍ کې اعلان شي او له هغه څو ورځې وروسته راتلونکو ټاکنو ته واحد کانديد وړاندې کړي.

د ملي جبهې رييس وويل، چې په دې اړه يې له پېژندل شوو څېرو او پوهانو سره ډېرې ناستې کړې، څو دې پايلې ته ورسېږي، چې يو لوى اېتلاف رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو نوم ليکنې ته له يو مياشتې کمه موده پاتې ده، خو د خپرو شوو راپورونو له مخې، عبدالرب رسول سياف، حنيف اتمر، انوارالحق احدي او ځينې نور د راتلونکو ټاکنو احتمالي کانديدان دي.

د ملي جبهې مشر يو ځل بيا د پارلماني حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د مونيخ په غونډه کې ډېرې څېړنې وشوې، عملي خبرې وشوې او ټول په دې باور وو، چې د افغانستان د ستونزو يواځينى حل د پارلماني حکومت جوړېدل او په افغانستان کې ديوې نا متمرکزه ادارې رامنځ ته کول دي.

هغه زياته کړه، چې د مونيخ کنفرانس يو نړيوال او علمي کنفرانس و او د افغانستان د ستونزو د حل او دا چې له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د خلکو اړتياوو ته کوم جوړښتونه ځواب ويلى شي؟ په اړه په کې خبرې وشوې.

د تېرې اونۍ د مونيخ په دوه ورځنۍ ناسته کې احمد ضياء مسعود، د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح او د هېواد د ځينو نورو سياسي ګوندونو مشرانو ګډون درلود، خو دې ناستې د حکومت سخت غبرګون له ځانه سره درلود او حکومت اعلان وکړ، چې د افغانستان د وضعيت په اړه دې ټولې ناستې د هېواد په دننه کې تر سره شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي وو: “د افغانستان په اساسي قانون کې يې نظام ډېر روښانه دى، که افغانستان کې د نظام بدلون د اړتيا موضوع مطرح کېږي نو د هېواد د خلکو حق دى، هغه که د مخالفو ګوندونو غړي  وي او که نه، خو دا چې د افغانستان سياسي نظام دې بدلون وکړي او يا هم نه، د افغانستان د خلکو په ارادې پورې اړه لري او يوازې کېدلى شي، چې د قانوني ميکانيزم له لارې نظام تغيير ومومي.”

احمد ضياء مسعود د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د سولې خاوند نه شي، نو له همدې امله هم نړيوالې ټولنې او هم د افغانستان خلکو او حکومت ته مهمه ده، چې يوې اوږدمهالې جګړې ته تيارى ولري.

هغه زياته کړه: “موږ د جګړې په حالت کې يو او دغه جګړه له تېرو يوولسو کلونو راهيسې د يوې افراطي ډلې پر وړاندې دوام لري او له دې وروسته به هم ادامه پيدا کړي.”

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.