ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د وړو خصوصي سکتورونو د ودې پروګرام پيل شو

author avatar
22 Aug 2013 - 17:46
author avatar
22 Aug 2013 - 17:46

 مزارشريف (پژواک ٣١ زمرى ٩٢ ) : په بلخ کې د وړو خصوصي سکتورونو د ودې په موخه د نوي مارکېټونو د پراختيا پروګرام پيل شو.

 د افغانستان د سوداګرۍ او  صنايعو وزارت د خصوصي سکتور د پراختيا عمومي رييس عبدالرحيم سيدي  د زمري په ۳۱مه رسنيو ته وويل، چې دغه پروګرام د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له خوا د نړيوال بانک په مرسته پلى کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې ددغه پروګرام بوديجه ۲۲ ميليونه ډالره دی او بلخ ددغې لړۍ څلورم ولايت دی.

د هغه په وينا ، له دې وړاندې په کابل، ننګرهار او هرات کې دغه پرواګرام پرانيستل شوی دی.

سيدي وويل: ((دغه پرواګرام به د افغاني محصولاتو د کيفيت پر لوړاوي، بسته بندۍ او ډيزاين تمرکز کوي.))

نوموړي زياته کړه، چې  په دغه پروګرام کې به پر مارکېټ موندنې هم کار کېږي.

د بلخ يو شمېر سوداګر د دغه پروګرام هرکلی کوي او تمه لري ، چې ګټور به وي.

د بلخ د مېرمنو د انجمن  د سوداګريزو توکو مشرې  ثريا وويل، چې ددوی يواځينۍ ستونزه د مارکېټ نه موندنه وه، چې ددې پروګرام په وسيله به يې ستونزه هواره شي.

نوموړې زياته کړه: ((موږ ښه توکي درلودل؛ خو دا چې مارکېټ نه و؛ نو زموږ ډېری توليدات نه خرڅېدل او سوداګري مو زيانمنه کېده.))

 همدارنګه، د رستم سهراب د شرکت مشرې، وحيدې نواب زاده وويل، چې له دې پروګرام سره به د بلخ سوداګري پرمختګ وکړي.

د نوموړې په وينا، له دې وړاندې يې بهرني توکي واردول؛ خو د افغاني توکو لپاره د مارکېټ له موندنې وروسته به افغاني توکي پلوري.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.