ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال جيمز : طالبانو په جګړه ييز موسم کې خپلې موخې ترلاسه نه کړې

author avatar
24 Aug 2013 - 18:31
author avatar
24 Aug 2013 - 18:31

کابل ( پژواک ٢ وږى ٩٢ ) : د ناټو د ختيځې قوماندانۍ قوماندان جنرال جيمز کونوېلي وايي ، چې وسله والو مخالفينو په جنګي موسم کې خپل هدفونه ترلاسه نه کړل، ځکه اوس هغوى  غواړي ، چې له ژمي مخکې يو شمېر لوى بريدونه وکړي .

جنرال جيمز James C.McConville   دغه څرګندونې د وږي په ٢مه، له يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې .

هغه زياته کړه، جګړه ييز موسم پاى ته رسېدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې ددې موسم له پاى ته رسېدو مخکې يو شمېر بريدونه پلان کړي، تر څو هغه موخې ترلاسه کړي ، چې تر اوسه يې نه دي ترلاسه کړي.

خو په ختيځ کې د ناټو دغه قوماندان وايي، چې افغان ځواکونه له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ټولو عملياتو رهبري پر غاړه لري او د پام وړ لاسته راوړنې يې لرلې دي.

نوموړى وايي ، چې افغان ملي ځواکونو د لومړي ځل لپاره تر ټولو لوى پوځي عمليات په يواځې ځان ترسره کړل او پکې بريالي هم شول.

جنرال جيمز وويل ، چې د ننګرهار په حصارک او دلوګر په ازره کې ترسره شوي عمليات بې ساري وو او ملي ځواکونو خپل مخالفين په شا وتمبول .

د هغه په وينا، وسله وال مخالفين په تېر جګړه ييز موسم کې خپلې موخې ونه رسېدل او په بشپړه توګه ناکام شول .

د ناټو دغه قوماندان وايي، چې دوى د داډول بريدونو وړاندوينه کوي، خو زياته يې کړه چې ايساف او افغان ملي ځواکونه به تر وروستي بريده هڅه وکړي ، چې ددې بريدونو مخه ونيسي .

جنرال جيمز دافغان ملي ځواکونو د پرمختګونو او وړتياوو يادونه هم کوي او وايي چې دوى نه يواځې د عملياتو رهبري پر غاړه اخيستې، بلکې د جګړې ګټونکي هم دي.

خو هغه وايي، چې د هوايي ځواک په ګډون په ځينو برخو کې څو نوروکلونو ته اړتيا ده، څو دوى په بشپړه توګه پخپلو پښو ودريږي.

جنرال جيمز د شېرزادو د عملياتو په اړه چې په ترڅ کې يې افغان ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله واوښته ،وويل: (( موږ بايد له دې عملياتو ډېر څه زده کړو، تجربې ترلاسه کړو او په راتلونکي کې له دې ښه عمليات پلان کړو.))

د امريکا دغه جنرال د واشنګټن او امريکا ترمنځ د امنيتي سند لاسليکول مهم وبلل او زياته يې کړه ، چې دا دافغان ملي ځواکونو د پايښت لپاره ډېر مهم دى.

د افغانستان په ختيځ کې دامريکا د بهرنيو چارو وزارت ملکي استازې کارين ډيکر Karen Decker خبريالانو ته وويل، چې ولايتي بيارغونې ډلې په تدريجي ډول تړل کېږي او په يو شمېر ولايتونو کې دا ادارې تړل شوې دي.

هغې زياته کړه ، چې د ولايتي بيارغونې ډلو ( پي ار ټي) د پام وړ کارونه کړي ، هغوى د خپل کار پر مهال په ولايتونو کې د هوايي ډګرونو، روغتونونو او بيارغونې چارې پر غاړه لرلې   او ځايي حکومتونه يې په بېلا بېلو برخو کې روزلي دي.

کارين ډيکر هغه خبرې رد کړې، چې ګوندې د پي ار ټي ګانو له تړل کېدو سره به ولايتونو کې اقتصادي ستونزې پيدا شي.

د هغې په وينا، دوى له نړيوال بانک او يو شمېر نورو نړيوالو موسسو په اړيکه کې دي، څو په ولايتونو کې پروژې ترسره کړي.

نوموړې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه وويل ، چې امريکا په دې ټاکنو کې ډېره لېوالتيا لري او غواړي چې دازادو او رڼو ټاکنو له لارې د قدرت د سياسي لېږد پروسه ترسره شي .

ډيکر زياته کړه : (( دا ټاکنې افغاني دي، دافغانانو له خوا ترسره کېږي، موږ يواځې تخنيکي همکاري ور سره کولى شو.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.