کابل (پژواک٢وږى ٩٢):د غوراوي کمېټه وايي،که مدني ټولنې په يوه اونۍ کې خپل استازى ورمعرفي هم نه کړي، د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون غړي غوره کوي او ولسمشر ته يې ورپېژني.
د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د اتمې مادې له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، قاضي القضات، پر اساسي قانون د څار کمېسيون مشر، د بشري حقونو کمېسيون مشر او د مدني ټولنې له استازي جوړيږي.
خو تر اوسه دې کمېټې ته د مدني ټولنو تر منځ د اختلاف له امله ، د مدني ټولنې استازى نه دى معرفي شوى.
د مدني ټولنې غړي د ټاکنو خپلواک کميسيون د غړيو د غوراوي پرمهال هم په دې نه توانيدل ، چې يو کس د غوراوي کمېټې ته معرفي کړي.
يادې کمېټې له همدې امله د ټاکنو خپلواک کميسيون د غړيو د ټاکلو لپاره ٢٧ تنه ولسمشر حامد کرزي ته ورپيژندلي و.
ولسمشر بيا د يادو کسانو له ډلې څخه احمديوسف نورستانى، عبدالرحمان هوتکي، ګلالۍ اڅګزۍ، شريفه زرمتۍ وردګ، ، سريراحمد برمک ، ليلا احراري، قاضي سليمان حامد، محمد عزيز بختياري او محمد حسين ګرزيواني د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړيو په توګه وټاکل .
دمشرانو جرګې مشر او د يادې کمېټې وياند فضل هادي مسلميار نن خبريالانو ته وويل ، چې د غوراوي کمېټې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون دغړيو د ټاکلو لپاره خپله لومړنۍ غونډه نن وکړه.
دى وايي ، چې په دې غونډه کې د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د غوراوي د کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو .
مسلميار وويل ، له قانون سره سم په شرايطو برابر کسان کولاى شي چې دټاکنيزو شکايتونو کميسيون دغړيتوب لپاره د راتلونکي شنبې تر څلورو بجو خپل غوښتنليکونه د ولسي او مشرانو جرګو د دارالانشا رياستونو ته وسپاري.
د هغه په وينا هغه کسان ، چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د غړي په توګه ولسمشر ته معرفي کيږي بايد يواځې د افغانستان تابعيت لري ، زده کړې يې د ليسانس په کچه او يا هم له هغه لوړې وي، ښه شخصيت و لري، په بشري ضد جرمونو کې لاس و نه لري، عمر يې له دېرشو کلونو لوړ وي او په سياسي ګوندونو پورې تړلي نه وي.
د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون له مخې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د غړيتوب لپاره ١٥تنه ولسمشر ته ورمعرفي کوي او ولسمشر بيا له دې ډلې څخه ٥ تنه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د غړي په توګه ټاکي.
مسلميار د مدني ټولنې د استازي په اړه وويل چې بېلابېلو مدني ټولنو د مکتوبونو له لارې درې تنه دې کمېټه ته ورمعرفي کړي ، خو له قانون سره سم مدني د مدني ټولنو په استازيتوب بايد يو تن ددې کمېټې غړى شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د غوراوي کمېټې غړيو په خپله نننۍ غونډه کې پريکړه وکړه ، چې مدني ټولنې بايد خپل يو استازى د راتلونکي شنبې تر ورځې د غوراوي کمېټې ته معرفي کړي .
مسلميار وويل : (( که مدني ټولنه تر ټاکلي وخته خپل غړى دې کمېټې ته معرفي نه کړي، دغه کمېټه خپل کار پيلوي او خپلې پرېکړې د رايو د اتفاق پرځاى د رايو پر اکثريت کوي او موږ چ اته منتظر نشو پاتې کيداى، موږ د چا نوکران نه يو، موږ د خلکو پر وړاندې مسووليت لرو نه د څو ټيکدارانو پر وړاندې .))
هغه د مدني ټولنې له غړيو غوښتنه وکړه ، چې خپل استازى هر څه ژر دې کمېټې ته معرفي کړي ترڅو د خلکو پر وړاندې يي خپل مسووليت رفع کړى وي .
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر ( تيفا ) محمد نعيم ايوب زاده ، چې د تيفا له خوا يو ځل مخکې او اوس بيا د مدني ټولنې د استازي په توګه د غوراوي کمېټې ته معرفي شوى، د مدني ټولنو له کاري کمېټې څخه غوښتنه کړې ، چې د ددې ټولنو يو استازى د غوراوي کمېټې ته معرفي کړي .
ايوب زاده وايي ،چې د مدني ټولنو کاري کمېټې دا غوښتنه ونه منله او په خپلې پخوانۍ غوښتنې يې ټينګار وکړ او ويې ويل ، چې نادر نادري بايد د مدني ټولنو د استازي په توګه د غوراوي کمېټې ته معرفي شي .
تر دې وړاندې هم نادر نادري او محمد نعيم ايوب زاده د مدني ټولنو د استازيو په توګه د غوراوي کمېټې ته معرفي شوي و ، خو له دې امله چې د غورواي په کمېټه کې بايد د مدني ټولنو يو استازى وي ، يو هم ونه منل شو.
ايوب زاده په دې اړه چې ولې نادري د استازي په توګه نه مني ، وويل : ((داچې نادري له خپلې کانديداتورۍ څخه تير نه شو، مدني ټولنو هم زه يوځل بيا د مدني ټولنو د استازي په توګه د غوراوي کمېټې ته معرفي کړم .))
هغه وايي که نادري له خپلې کانديداتورۍ تير شي دى هم تر تيريږي او غوراوي کمېټې ته د مدني ټولنو د استازي په توګه يوه ميرمن ور معرفي کوي .
هغه زياته کړه : ((زه دا خبره ځکه په نادري پورې مشروط کوم ، چې موږ د ټاکنو په برخه کې ډير کار کړى ، نورو ته بايد وخت ورکړو او موږ يې تر څنګ د سلاکارانو په توګه دنده ترسره کړو .))
په دې اړه مو هڅه وکړه ، چې له نادر نادري او يا هم د مدني ټولنود کاري کمېټې له غړيو سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نشوه .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن