ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د ترافيک پوليسو پر ضد لاريون وشو

کندهار ښار کې د ترافيک پوليسو پر ضد لاريون وشو

author avatar
25 Aug 2013 - 14:40
کندهار ښار کې د ترافيک پوليسو پر ضد لاريون وشو
author avatar
25 Aug 2013 - 14:40

کندهار (پژواک ٣ وږى ٩٢): د کندهار ښار لسګونه ټکسي چلوونکي نن (د وږي ٣مه) د ترانسپورټ رياست مخې ته سره راټول شوي وو او د ترافيکو د ناسم چلند له امله يې لاريون وکړ.

لاريون کوونکو شکايت کاوه، چې ترافيک پوليس ور څخه په ناقانوته توګه پيسې اخلي، سپکې سپورې ورته وايي، د موټرو هيندارې ماتوي او وهي يې.

هغوى ادعا کوله، چې ترافيک پوليس دغه ډول کارونه د دغه ولايت د ترافيکو د مدير په غوښتنه کوي، له همدې امله بايد ياد مدير ژر تر ژره لرې شي.

لاريون کوونکو يو شمېر هغه موټر هم د لاريون ځاى ته راوستي وو، چې د هغوى په وينا، ترافيک پوليسو يې هيندارې ور ماتې کړې دي.

د لاريون کوونکو له ډلې د اسلم په نوم يوه ټکسي چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د کندهار ښار د عيدګاه پر جاده روان و او د معمول په څېر د سپرليو پورته کولو ته ودرېد، چې دغه مهال ترافيک راغى او د هغه د موټر د شا هينداره يې ماته کړه.

دى وايي، ترافيک ورته سپکې سپورې هم وويلې او د هغه د وهلو هڅه يې کوله، خو ښه و، خلکو منځګړتوب وکړ.

د نوموړي په وينا، ټکسي چلوونکي مجبور دي، چې د سپرليو د پورته کولو او کښته کولو لپاره د سړکونو په اوږدو کې ودرېږي، خو ترافيک يې مخه نيسي، وهي او ډبوي يې، ټايرونه يې ورته پرې کوي او يا يې هيندارې ماتوي.

د نسيم په نوم يوه بل ټکسي چلوونکي هم ورته کيسه وکړه او ويې ويل، چې څو ورځې وړاندې يې يوه ښځينه سپرلۍ د سړک پر غاړه کښته کوله، چې ترافيک راغى او د ده موټر يې تر اوسه په عيدګاه کې ورڅخه درولى دى.

هغه وويل: ((ښځينه سورلۍ مې را اخيستې وه، د ترافيکو له وېرې مې تر خپل ځاى يو څه مخکې کښته کوله، خو هغې راته ويل چې ته ما تښتوې، ما ورته وويل، چې نه دې تښتوم، ترافيک مې دلته نه پرېږدي چې موټر ودروم، خو بالاخره مې موټر ودراوه او ښځه مې کښته کړه، دا مهال ترافيک راغى او ما ته يې ويل چې درځه، وروسته پوليس راغى، هغه هم راته وويل چې ورسره لاړ شه، ورسره لاړم، نن څوومه ورځ ده، چې زما موټر يې درولى او نه يې راکوي.))

دى وايي، ترافيک د قانون د پلي کولو صلاحيت لري، خو دا اختيار نه لري، چې ټکسي چلوونکو ته ښکنځل وکړي، ويې وهي او يا يې د موټر ټايرونه يا هيندارې ماتې کړي.

د نوموړي په وينا، ترافيک اوس له ده څخه پيسې غواړي او چې پيسې ور نه کړي، نو موټر به يې تر ناڅرګند وخت پورې ولاړ وي.

د کندهار ښار د ټکسي چلوونکو د اتحاديې مسوول محمد داوود هم وايي، چې ترافيک کولاى شي د اصولو له مخې د سرغړونې پر مهال له ټکسي چلوونکو سره قانوني چلند وکړي، خو د ټايرونو د پرې کولو، د هيندارو د ماتولو او د ټکسي چلوونکو د وهلو او هغوى ته د سپکو سپورو د ويلو حق نه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېره څه موده کې له ګڼ شمېر ټکسي موټر چلوونکو څخه پيسې اخيستل شوې او يا وهل شوي ټکول شوي دي.

د نوموړي په وينا، همدا اوس په کندهار ښار کې له ټاکلو اصولو پرته په ناقانونه توګه بېلابېل موټر، زرنج موټرسايکلونه او نور بار وړونکي موټر چلېږي او په ناقانونه توګه سپرلۍ يا بارونه وړي او راوړي.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې د دوى دغه ستونزه حل کړي او د ترافيکو د ناسم چلند مخنيوى وکړي.

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان وايي، ټکسي چلوونکي ځکه شکايت کوي، چې په دې وروستيو کې يې د ناقانونه موټرو د درولو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زياته کړه، که ترافيکو له ټکسي چلوونکو سره ناسم چلند کړى وي، پيسې يې ترې اخيستې وي او يا يې د هغوى د موټرو هيندارې ماتې کړې وي، نو د ترافيکو مديريت ته دې ورشي.

خو نوموړي يادونه وکړه، که ترافيکو له موټر چلوونکو سره ناسم چلند کړى وي، نو هغوى به ترافيک او موټر چلوونکو ور وغواړي او د موضوع اړوند پوښتنې به ترې وکړي.

د کندهار د ترانسپورټ رييس نجيب احمدي هم وايي، چې ترافيک له ټکسي چلوونکو سره ناسم چلند کوي، دوى په وار وار دغه ستونزه له ياد مديريت سره شريکه کړې هم ده.

هغه زياته کړه، کله چې ولايتي چارواکي د ترافيکي نظم په موخه د ترافيکو له مديريت څخه د کار غوښتنه کوي، نو هغوى راوځي او زور يې له ټکسي چلوونکو باسي.

په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې له ترافيکو د موټر چلوونکو شکايتونه زيات شوي او وايي، چې د ترافيکو ناسم چلند، په ښار کې د ترافيکي نښو نشتوالى او نور يې پر وړاندې لويې ستونزې دي.

د ترانسپورټ رياست د شمېرو له مخې، دا مهال په کندهار ښار کې شاوخوا ٤٥٠٠ ټکسي موټر د سپرليو د وړلو راوړو په موخه چلېږي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.