جلال اباد ( پژواک، ٤ وږى ٩٢ ) : د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اجرائيه مدير او د هغه زوى له وسله والو سره په يوه نښته کې ووژل شو.
د اچين ولسوال سيد رحمن مومند د وږي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وسله والو مخالفينو پرون د اچين ولسوالۍ اجرائيه مدير نور ګل تښتولى و او تېره شپه په دوه بجو يې مړى پيدا شو .
هغه زياته کړه ،چې پرون وسله والو نور ګل په داسې حال کې تښتولى و، چې له خپل کور څخه د ولسوالۍ پر لوري روان وو.
د نوموړي په وينا، د اجرائيه مدير د کورنۍ غړيو او کليوالو يې په لاره کې وسله والو ته کمين ونيولو او له وسله والو سره نښته رامنځته شوه.
د اچين ولسوال وويل، چې په دې نښته کې درې وسله وال او د نور ګل زوى ووژل شول او درې نور کليوال ټپيان شول، خو وسله والو اجرائيه مدير له ځان سره وتښتاوه.
هغه زياتوي، چې وسله والو تېره شپه دوه بجې د ديواله بابا زيارت کې اجرائيه مدير وژلى او جسد يې په همدې سيمه کې غورځولى و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې امنيت خراب شوى دى.
تېره اونۍ د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدير سرمعلم عظيم نايل هم د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى و.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن