اسلام اباد (پژواک ٥ وږى ٩٢): افغان او پاکستاني چارواکي نن يو ځل بيا د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کوي.
په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، چی نن به په يوه ناسته کې ولسمشر حامد کرزی او پنځه نور افغان چارواکي له خپلو پاکستاني سيالانو سره خبرې وکړي.
د افغانستان له خوا د ولسمشر د ملي امنيت مشاور ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني او د سوداګرۍ او ماليې وزيران د دی ناستې له ګډونوالو څخه دي.
د ولسمشر د وياند اېمل فيضي د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د پاکستان لوړپوري امنيتي چارواکي هم ګډون ولري.
ولسمشر حامد کرزى د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ اسلام اباد ته تللى او ټاکل شوې وه، چی تېره ورځ له پاکستاني چارواکيو سره تر کتنې وروسته بېرته کابل ته ستون شي، خو د پاکستان د لومړي وزير په غوښتنه يې خپل سفر يوه ورځ وغځاوه.
د فيضي په وينا، د ولسمشر د سفر د عځولو يو عمده لامل هم دا و، چې دواړه لوري د افغانستان د سولې پر پروسې مفصلې خبرې وکري.
هغه تېره ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي و، چې نن به له پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان طالب مشرانو د خوشې کولو په اړه هم خبرې وکړي چې د پاکستان په زندانونو کې دي.
د طالبانو د مشر مرستيال ملا برادر په ګډون ځيني طالب چارواکي په پاکستان کې زنداني دي.
د افغان او پاکستاني چارواکو نننۍ ناسته چې اصلي اجنډا يې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د عملي همکارۍ پر لارو چارو بحث ښودل شوې، له اسلام اباد څخه وتلې د مري په نوم په يوه تفريحي سيمه کی ترسره کېږي.
تېره ورځ له ولسمشر کرزي سره په ګډ خبري کنفرانس کې د پاکستان لومري وزير نوازشريف وويل، چی تر خپلې وسې به په دې پروسه کې همکاري وکړي.
د دغه سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو زياتولو په موخه يو هوکړه ليک لاسليک شوى دى.
ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان په ګډه د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړ کړي، د پاکستان له خوا د تورخم-جلال اباد سړک کار بشپړ شي او د تورخم – جلال اباد تر منځ د اورګاډي ليکه وغځول شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن