ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو او ګاز د شرکتونو اتحاديه جوړه شوه

د تېلو او ګاز د شرکتونو اتحاديه جوړه شوه

author avatar
27 Aug 2013 - 21:07
د تېلو او ګاز د شرکتونو اتحاديه جوړه شوه
author avatar
27 Aug 2013 - 21:07

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٢): د افغانستان د تېلو او ګاز د شرکتونو سرتاسري اتحاديې د خپل شتون د اعلان ترڅنګ وايي، چې د ٦٤٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د تېلو د يوې تصفيه خانې د جوړولو هوډ لري.

د دغې ټولنې مشر عبدالوهاب کفايت، نن په کابل کې د يادې ټولنې د پرانيستې پرمهال وويل، چې دغه ټولنه له ١٠٦ شرکتونو، چې د هېواد ٩٥سلنه نفتي توکي او مايع ګاز راواردوي، جوړه شوې ده.

ده زياته کړه، ياده ټولنه يې په دې موخه جوړه کړې، ترڅو د نفتي توکو او ګاز د وارداتو کيفيت ښه او کارونه يې منظم شي.

د ده په وينا، په هېواد کې د نفتي توکو او مايع ګاز د اړوندو خدماتو د لا تنظيم په موخه دوى چمتو دي، چې له دولت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

د سوداګرۍ خونو د مديره پلاوي غړي ازرخش حافظي وويل، چې ياده ټولنه په نظر کې لري، ترڅو د ٦٤٠ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د تېلو د تصفيې يوه کارخانه جوړه کړي.

ده زياته کړه، دغه تصفيه خانه به د اوسمهال لپاره د نفتي موادو د پروسس لومړنۍ چارې ترسره کوي، خو وروسته به لا پراخه شي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.