ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه بهرني په ګډون تښتول شوي پنځه انجنيران راخوشې شول

د يوه بهرني په ګډون تښتول شوي پنځه انجنيران راخوشې شول

author avatar
28 Aug 2013 - 13:29
د يوه بهرني په ګډون تښتول شوي پنځه انجنيران راخوشې شول
author avatar
28 Aug 2013 - 13:29

پلخمري (پژواک ٦ وږى ٩٢): د بغلان ولايت خلکو د دې ولسوالۍ په تاله و برفک ولسوالۍ کې د يوه هندي وګړي په ګډون پنځه انجنيران د برمته ګرو له منګولو وژغورل.

تېره ورځ وسله والو مخالفينو د يوه هندي انجنير په ګډون د اوبو او برېښنا وزارت دوه انجنيران له باميانو څخه کابل ته د ستنېدو پرمهال او د کانونو وزارت درې نور انجينران دوې اونۍ وړاندې په تاله او برفک ولسوالۍ کې برمته کړي وو.

د تاله و برفک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل کريم داد وويل، يو له هغو هندي وګړى و، چې  تاله وبرفک بالا سيمه کې ساتل کېده.

هغه پژواک ته وويل، چې خلکو په دې هجوم ور وړ او انجنيران يې را خوشي کړل.

د تاله و برفک امنيه قوماندان زياته کړه، چې خلکو له ځانه زړوتيا وښوده او دغه کار يې د ستايلو دى.

سمونمل کريم داد وويل، چې پوليس په جريان کې وو، که اړتيا پېښه شوې واى، نو له خلکو سره به يې همکارې کړې وه، خو اړتيا ورته ونه ليدل شوه.

د محمدعزيز په نوم يوه قومي مخور، چې په دې ولسي يرغل کې يې ګډون درلود، پژواک ته وويل: ((لومړى مو د هندي په ګډون دوه انجنيران راخوشي کړل، وروسته مو د دريو نورو انجنيرانو ځاى معلوم  کړ او د برمته ګرو له منګولو مو وژغورل.))

هغه زياته کړه، چې دغه انجنيران تر ځمکې لاندې جوړ شوي ځاى کې ساتل کېدل او برمته ګر د خلکو د بريد پر مهال پرته له کومې نښتې وتښتېدل.

دبغلان والي سلطان محمد عبادي وويل، تل يې دولتي کارکوونکي ته ويلي، چې دسفر پر مهال دې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي، خو دغه انجنيرانو په خپل سر سفر کړى و .

دکانونو وزارت درې انجنيران دتاله او برفک د ډبرو سکارو کان څخه وروسته ستنېدل، چې دخپل پاراډو موټر سره برمته شول. بغلان چارواکو ويل، چې دخوشي کولو له پاره يې هڅې پيل شوې دي.

تاله و برفک ولسوالي د پلخمري ښار په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ده او د باميانو ولايت له سيغان ولسوالۍ سره پوله لري.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ وړاندې هم د اغاخان پراختيايي شبکې اړوند دوه بهرني وګړي، چې يو يې پاکستانۍ او بل کاناډايي و. د باميانو بند امير ته نږدې وتښتول  شول، خو وروسته بيا امنيتي ځواکونه په دې توانېدل، چې تښتول شوي کسان درې ورځې وروسته ازاد او په تړاو يې څلور وسله وال ونيسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.