ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر په اقتصادي برخه کې ګټور و

author avatar
28 Aug 2013 - 18:17
author avatar
28 Aug 2013 - 18:17

کابل (پژواک٦وږى٩٢): د چارو ځيني شنونکي وايي، پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر د اقتصادي همکاريو په برخه کې مثبتې پايلې لر لې، خو د سولې او امنيت په برخه کې يې لاسته راوړنې نه دي څرګندې.

ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف په بلنه، د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړ او تېره ورځ بېرته کابل ته راستون شو.

د دې سفر په اجنډا کې د اقتصادي همکاريو تر څنګ، دا هم شامل و چې پاکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو زمينه برابره کړي.

په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو چارواکي پر ځينو همکاريو سره سلا شول، خو د سولې پروسې او امنيتي مسايلو په اړه د سفر پايلې، نه دي په ډاګه شوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې پر امنيتي مسايلو او افغانستان کې د سولې پروسې په اړه د خبرو لپاره د کرزي او ورسره پلاوي دغه سفر د پاکستان د لومړي وزير په غوښتنه يوه ورځ وغځول شو.

د سياسي چارو پوهان د ولسمشر د سفر په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د افغانستان د حالاتو څېړونکي محمد زبير شفيقي، چې له ولسمشر سره په دې سفر کې ملګرى و، وايي، که څه هم د دې سفر جزئيات څرګند نه دي، خو د دواړو هېوادونو د مشرانو له خبرو دا جوتېده، چې خبرې مثبتې او په دوستانه فضا کې ترسره شوې دي.

 د هغه په اند، د نواز شريف په وړانديز د کرزي د سفر غځول ښيي، چې دا خبرې د پاکستان لپاره مهمې وې.

د ده په خبره، په افغانستان کې روان کړکېچ پاکستان زيانمن کړى او نور د پاکستان پوځ اړ شوى، چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او جګړې پر ځاى د سولې په فکر کې شي.

دى وايي، که څه هم دومره ژر د دې سفر د مثبتو عملي پايلو تمه نه شي کېداى، خو زياتوي چې ځينو افغان چارواکو ويلي، چې تر دوو اونيو به پاکستان ځينې طالب بنديان خوشې کړي.

د شفيقي په باور، پر طالبانو د پاکستان اغېز ډېر دى او کولى شي هغوى افغان دولت سره خبرو ته کېنوي.

دى وايي، د طالبانو مرکزونه او اقتصادي ملاتړکوونکي په پاکستان کې دي او له هماغه ځايه استخباراتي معلومات ورسره شريک کېږي، نو له همدې امله دغه هېواد پر طالبانو اغېز لرلى شي.

خو د سياسي چارو بل پوه وحيد مژده وايي، چې د خبرو مېز ته د افغان طالبانو د راوستلو په برخه کې پاکستانيو چارواکو ولسمشر کرزي ته خپلې پخوانۍ خبرې او ژمنې تکرار کړې دي .

دى وايي، له سفر څخه د کرزي يوه موخه لږ تر لږه د ځينو طالب بنديانو خوشې کول وو، چې دا يې ترلاسه نه کړل.

ده زياته کړه: “د پاکستانيانو خبرې پخوانۍ وې، يعنى موږ طالبان هڅوو چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او… دا د پاکستان د حکومت له خوا د جدي ژمنې پر ځاى تر ډېره اخلاقي تعهد ښيي.”

دى وايي، افغان حکومت له پاکستان څخه د هغوى تر وسې پورته تمه کوي، چې ګواکې کولى شي طالبان له افغان حکومت سره د مذاکرې مېز ته راولي.

 له بلې خوا، دى باور لري چې د پاکستان د سياسي مشرانو رول د افغانستان په اړه په پرېکړو کې اغېزمن نه دى.

ده د دې سفر پر مهال پر اقتصادي مسايلو بحث او هوکړه ياده کړه او ويې ويل: “دې مسئلې وښوده چې نوازشريف غواړي د خپلو صلاحيتونو په چوکاټ کې له ولسمشر (کرزي) سره خبرې وکړي، يعنې په اقتصادي مسايلو کې چې ډېر د پاکستان له پوځ سره اړيکې نه لري. دا مسئله د ولسمشر د ناراحتۍ سبب شوه او وروسته پرېکړه وشوه، چې دا سفر يوه بله ورځ وغځول شي، ترڅو په هغو موضوعاتو چې افغانستان يې غواړي، خبرې وشي.”

 د مژده په وينا، د اقتصادي برخې هوکړې په ځانګړې توګه د کونړ پر سيند د برېښنا د بند جوړول ښه اقدام دى، ځکه چې پخوا تر دې فکر کېده چې د دې بند د جوړولو پر وړاندې پاکستان خنډ دى.

خو د ده په اند، په اقتصادي برخه کې د پاکستان وړانديزونه په داسې حال کې، چې دغه هېواد په خپله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دى، ډېر لوړ وو.

مژده وايي، بل لور ته افغان حکومت هم دومره اقتصادي وړتيا نه لري، چې دومره لويې پروژې پيل کړي.

 د پاکستان له خوا د تورخم- جلال اباد د سړک د دويمې ليکې کار بشپړول، د لاهور-پېښور موټروې سړک تر کابل پورې غځول، په ګډه د کونړ بند جوړول ، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو لرې کول او دغه راز د افغانستان له خوا پاکستانيو سوداګرو ته منځني اسيا ته د ترانزيت په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرول او له ازبکستان او قرغيزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لېږد په يادو پروژو کې شامل دي .

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد فضل احمد جويا وايي، چې دې سفر په اقتصادي برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې.

د هغه په وينا، د اقتصادي پروژو پلې کېدل هم د افغانستان او هم د پاکستان لپاره ګټور دي .

دى وايي، که پر کونړ سيند د برېښنا بند جوړ شي، نو دا به هم د افغانستان لپاره حياتي اقتصادي اهميت ولري او هم به پاکستان وکولى شي، چې له خپل ګاونډي هېواد څخه په ارزانه بيه برېښنا ترلاسه کړي.

ده همداراز د سړکونو جوړول د ټرانزيټ په برخه کې اړين وبلل او ويې ويل، تر ډېره به دا د پاکستان په ګټه وي چې خپل مالونه منځنۍ اسيا او په همدې ډول له منځنۍ اسيا څخه خپل هېواد ته ولېږدوي.

دى وايي، اقتصادي پروژې کولى شي د دې هېوادونو ګټې سره وتړي او دا به د دې لامل شي، چې په سيمه کې امنيت ټينګ شي.

خو دى وايي، د پاکستان تېرو ژمنو او کړنو ته په کتو نه شي کولى د پاکستان پر ژمنو باور وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.