ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال ملي لوبډله نيپال ته ورسېده

د فوټبال ملي لوبډله نيپال ته ورسېده

author avatar
29 Aug 2013 - 11:12
د فوټبال ملي لوبډله نيپال ته ورسېده
author avatar
29 Aug 2013 - 11:12

کابل (پژواک ٧ وږى ٩٢): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوېلي اسيا هېوادونو د فوټبال په سياليو (ساف) کې د ګډون په موخه د نيپال پلازمېنې کټمنډو ته ورسېده.

د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د کمېسيون مشر علي کاظمي د وږي په ٧مه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کټمنډو ته په رسېدو د نيپال د فوټبال فدراسيون د چارواکو له خوا يې تود هرکلى وشو.

هغه زياته کړه، چې له دوى سره ١٢ لوبغاړي او شپږ مسوولين راغلي او ټاکل شوې چې پنځه نور لوبغاړي سبا ته ور ورسېږي.

علي وايي، چې د سوېلي اسيا هېوادونو (سارک) د فوټبال په دغو سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي ،چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

د نوموړي په وينا، په الف ګروپ کې نيپال، پاکستان، هندوستان او د بنګله دېش لوبډلې او په ب ګروپ کې افغانستان، مالديف، بوټان او د سريلانکا لوبډلې برخه اخلي.

هغه وايي، چې افغانستان  به خپله لومړۍ لوبه د وږي په ١١مه له بوټان سره، د وږي په ١٣مه، له سريلانکا سره او د وږي په ١٥مه له مالديف سره وروستۍ لوبه ترسره کوي.

د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د کمېسيون مشر وويل، چې تر رسمي لوبو مخکې ملي لوبډلې د تمريناتو لپاره کافي وخت لري او دا تمرينات به د دوى پر لوبو ښه اغېزه وکړي.

د فوټبال يو لوبغاړى او کار پوه سيد هادي وايي ، چې د افغانستان ګروپ کې اسانه لوبډلې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې افغانستان به په اسانه توګه دويم پړاو يا نيمه پاى لوبې ته لاره برابره کړي.

د هغه په وينا، په کابل کې د پاکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ملي لوبډلې مورال لوړ شوى دى.

د يادونې ده، دا سيالۍ په دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي، تېر ځل افغانستان په دې سياليو کې دويم مقام خپل کړى و.

ملي لوبـډلې د ٢٠١١ زېږديز کال په ګروپي سياليو کې  هند سره لوبه مساوي کړې وه، ، خو نيپال او بوټان ته يې ماتې ورکړه، دغه راز په نيمه پاى لوبه کې يې سريلانکا ته ماتې ورکړه، خو په پاى لوبه کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.