ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ناوې خلک د بيارغونې کارونه غواړي

د هلمند د ناوې خلک د بيارغونې کارونه غواړي

author avatar
29 Aug 2013 - 16:18
د هلمند د ناوې خلک د بيارغونې کارونه غواړي
author avatar
29 Aug 2013 - 16:18

لښكرګاه (پژواك ٧ وږى ۹۲): د هلمند د ناوې اوسېدونكو په خپله ولسوالۍ كې د بيارغونې د پروژو د پلي کېدو غوښتنه وكړه.

د ناوې ولسوالۍ خلکو نن (د وږي ٧مه) د يوې غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې د ولسمشر کرزي له لوري ورسره شوې ژمنې دې عملي شي.

ولسمشر کرزي درې کاله مخکې ناوې ته د خپل سفر پر مهال د سيمې خلکو ته ژمنه ورکړې وه، چې د لښکرګاه، ناوې او ګرمسېر سړک به ورته پخوي او هم به ناوې ولسوالۍ ته برېښنا ورکوي.

د ناوې يوه اوسېدونكي محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه يواځې تر ناوې ولسوالۍ پورې ۲۳ كيلومتره سړك جوړ شوى، د ګرمسېر لور ته غځېدلى سړك ويجاړ پروت دى او د برېښنا كار هم تر اوسه نه دى شوى.

د ده په خبره، ناوه يوه كرنيزه او ګڼ مېشته سيمه ده، ډېر کرنيز محصولات لري، خو د لارو د خرابوالي له امله يې مرکز ته نه شي لېږدولى.

د حاجي ولي محمد په نوم يو قومي مشر وايي، ناوه د هلمند په كچه لومړنۍ ولسوالۍ ده، چې خلكو يې په خپله خوښه د كوكنارو له كښت څخه ډډه وكړه او ترڅنګ يې له امنيتي ځواكونو سره  د امنيت  په راوستلو كې مرسته وكړه.

نوموړى وايي، اوس دوى سوله ييزې غونډې کوي او كه يې دولت غوښتنې وانه وري، په غبرګون کې به يې پر لاريونونو لاس پورې کړي.

نوموړي وويل، د تېرو درېيو كلونو په اوږدو كې يې په ولسوالۍ كې د بيارغونې چارې ټكنۍ شوي او ډېر ځوانان بې روزګاره ګرځي.

د ناوې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي عبدالرحمن، پژواك اژانس ته وويل، له لښكرګاه  څخه تر ګرمسېر ولسوالۍ پورې د سړک جوړولو ته ۳۴ ميليونه امريكايي ډالر ځانګړي شوي وو، چې ۱۸ ميليونه ډالره ولګول شول او نور کار نيمګړى پاتې شو.

د دغه سړک د پخېدو چارې د فوايد عامې وزارت پر مخ بيايي، چې د معلوماتو له مخې يې، په پروژه کې شته فساد د کار د ځنډ او خنډ لامل شوى دى.

د ناوې ولسوال عبدالمناف خان پژواک ته وويل، د ناوې له خلكو سره د ياد سړك او برېښنا د وركړې ژمنه شوې وه، خو په دې نه پوهېږي، چې دا ژمنه ولې پلې نه شوه.

ناوه د لښكرګاه سوېل لور ته په ۲۵كيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.