فراه (پژواک ٧ وږى ٩٢): د فراه ولايت د بکوا او ګلستان ولسواليو تر منځ پرته “پېتاوک” سيمه کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې ١٥ د پوليسو افسران او سرتېري وژل شوي اولس نور ټپيان دي .
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د فراه د امنيه قوماندانۍ يو پلاوى په دغه ولايت کې د هرات – کندهار د لويې لارې پوستو د کتلو په موخه يادې سيمې ته ولاړ.
د هغه په وينا، د دغه پلاوي کاروان د “پېتاوک” په سيمه کې د وسله والو مخالفينو په کمين کې راګير شو ،چې له امله يې ياده مرګ ژوبله واوښته.
ژوندى وايي، چې په وژل شووکې د هرات – کندهار د لويې لارې د پوليسو د کنډک رييس ارکان ډګرمن امان الله او د فراه د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو مرستيال ډګرمن بشيراحمد هم شامل دي.
ده زياته کړه ، چې په دې بريد کې د پوليسو څلور رېنجر موټر هم له منځه تللي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ،خو دى يې په اړه کره معلومات نه لري.
د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي وايي ، چې دغه بريد د دوى کسانو کړى دى .
هغه دعوه کوي ، چې په دې بريد کې د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو مرستيال او د پوليسو د کنډک رييس ارکان او يوه بل چارواکي سربېره له امنيتي ځواکونو ١٥ تنه وژل شوي او ٢٢ ټپيان دي.
د ده د څرګندونو له مخې، په بريد کې د امنيتي ځواکونو ٥ رېنجر موټر تخريب شوي او د دوى له کسانو هم دوه تنه وژل شوي دي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن