ميمنه (پژواک ٧ وږى ٩٢): د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې شاوخوا شل کلن ځوان پر شپږ کلن ماشوم جنسي تېرى کړى دى.
د دغه ماشوم کونډې مور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر زوى يې تېره ورځ د سيمې په يو باغ کې، يوه شل کلن ځوان چې د ميمنې ښار په ده سيدان سيمه کې د دوى په ګاونډ کې اوسيږي، جنسي تېرى کړى.
هغه، چې دا مهال په يوه دولتي اداره کې د خدمې په توګه کار کوي وايي، مېړه يې هغه وخت مړ شوى، چې ياد زوى يې د شلو ورځو و او دې يې د خپلو نهو اولادونو په پالنه کې ډېرې خوارۍ کړې دي.
دې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې زياته کړه: “د اولادونو د سالمې روزنې لپاره مې ډېرې خوارۍ وکړې، تر څو ابرومندانه ژوند ولرو، خو افسوس چې يوه ګاونډ مو زموږ په حق کې دغه لوى ظلم وکړ.”
دغې مور له دولتي چارواکو وغوښتل چې پر زوى يې جنسي تېرى کوونکى ونيسي او تر ټولو سخته سزا ورکړي.
د فارياب د عدلي طب مسوول ډاکټر سمير عنايت وايي، چې ياد ماشوم د عدلي طب له خوا معاينه شوى او د معاينې پايلې ښيي، چې په ډېره بې رحمۍ ورباندې تېرى شوى دى.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونيار زلمي جسور وويل، چې پوليسو د جنسي تېري دغه قضيه تر څېړنو لاندې نيولې ده.
دى وايي، پر ياد ماشوم په جنسي تېري تورن تښتېدلى، خو پوليس يې د نيولو هڅې کوي.
نږدې يوه مياشت مخکې هم د ميمنې ښار په شپږمه ناحيه کې پر يوه ١٢ کلن ماشوم جنسي تېرى شوى او بيا وژل شوى و.
دغه راز د روان کال په غويي مياشت کې د دغه ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې دوو تنو پر يو ګونګ ماشوم جنسي تېرى کړى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن