ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٣٦وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

د ٣٦وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
30 Aug 2013 - 14:05
د ٣٦وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
30 Aug 2013 - 14:05

لښکرګا(پژواک، ٨وږى٩٢) : په هلمند او غزني ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد او د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د ٣٦وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه .

د هلمندولايت دامنيه قوماندانۍ دهغمږۍ د د فترمسوولين وايي، چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ دمارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي .

د سرچينې په خبره ، بهرنيو ځواکونو لومړى بريد دعصمت بازار په سيمه کې کړى ، چې په ترڅ کې يې  ٧ وزيرستاني طالبان وژل شوي دي.

سرچينه وايي ، چې دويم بريد د سيستاني په سيمه کې شوى، چې له امله يې ٢٥ نور وسله وال طالبان وژل شوي دي .

که څه هم دغه سرچينه وايي ، چې ياد شوي بريدونه د هوا له لارې شوي، خو په هلمند کې د پوليسو يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې بهرنيو ځواکونو  وسله والو طالبان له خپلې پوځي اډې څخه په نښه کړي دي .

د يادې پېښې په اړه تراوسه  بهرنيوځواکونوڅه نه دې ويلي .

 د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم  ياده پېښه تاييد وي، خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه درلودل .

د يو بل خبر له مخې، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ٤ وسله وال طالبان او يو سيمه ييز  پوليس وژل شوي ،٢طالبان او يو سيمه ييز پوليس ټپيان دي .

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال پژواک خبري اژانس ته  وويل ، چې ياده نښته نن سهار وروسته تر هغه رامنځته شوه ،چې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ .

هغه وايي ، چې بريد يو نيم ساعت دوام وکړ ، چې له امله يي ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه .

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي .

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چې  د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يې د ماين په چاودنو او مخامخ بريدونوکې يوشمېر کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.