ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه د ښاروالۍ پر خلاف او ملاتړ لاريونونه وشول

د لښکرګاه د ښاروالۍ پر خلاف او ملاتړ لاريونونه وشول

author avatar
31 Aug 2013 - 16:25
د لښکرګاه د ښاروالۍ پر خلاف او ملاتړ لاريونونه وشول
author avatar
31 Aug 2013 - 16:25

لښکرګاه (پژواک ٩ وږى٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ پر ملاتړ او خلاف بېل بېل لاريونونه ترسره شول.

په لښکرګاه کې شاوخوا دوه سوه کسان د وږي په ٩مه د کرزي په لوبغالي کې راټول شوي وو او د ښاروالۍ پر ضد يې شعارونه ورکول.

د لاريون ګډونوالو ادعا کوله، چې په دغه ولايت کې د ځمکو په وېش کې عدل نه کېږي او ځينې دولتي مسوولين په شخصي توګه ځمکې وېشي.

د نور اغا په نوم د لاريون يوه ګډونوال پژواک اژانس ته وويل، چې د ښاروالۍ له خوا سلګونه رهايشي نومرې وېشل کېږي، خو تر ډېره  دولتي مسوولينو ته ورکول کېږي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د ښاروالۍ په چارو کې دې اصلاحات راوستل شي او د ځمکو د خپلسري وېش مخه دې ونيول شي.

نور اغا زياته کړه، که چېرې لوړ پوړي دولتي چارواکي د دوى غږ وا نه وري  او پر  فساد ککړ  کسان له دندو لرې نه شي، نو دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي.

د حاجي بسم الله په نوم يوه بل کس هم پر ښاروالۍ تور ولګاوه او ويې ويل، چې سوداګريز مارکېټونه او د کورونو لپاره  رهايشي نومرې په پټه وېشي او عام خلک يې په اړه معلومات نه لري.

بل پلو يو شمېر کسانو بيا د ځايي ادارې او ښاروالۍ په ملاتړ لاريون وکړ.

د حاجي قاسم په نوم يوه قومي مشر وويل، په دغو حالاتو کې چې امنيتي ننګونې هم شته لاريونونو ته اړتيا نه ليدل کيږي.

هغه د ځمکو د غير عادلانه وېش په اړه د خلکو ادعا رد کړه او ويې ويل، چې هر څه په روڼوالي ترسره شوي دي.

دى وايي، چې د ښاروالۍ پر ضد د لاريون تر شا د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو او زوراکو لاس دى او غواړي چې په ښاروالۍ کې خپل کسان پر دندو وګوماري.

د  لښكرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي ياد تورونه بېځايه بولي اووايي، چې د ده د دندې پر مهال نه دولتي او نه هم شخصي ملكيتونه پلورل شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه لاريون كې ځينې كړۍ لاس لري او د خپلوشخصي ګټو لپاره يې خلك راپارولي دي.

ښاروال وايي، چې د ده د ماموريت پر مهال هېڅ نومرې نه دي وېشل شوي او نه هم دوى اوس د ځمکو د وېش کوم پلان لري.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.