ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتنو او بلوڅو د يووالي ورځ ونمانځل شوه

author avatar
31 Aug 2013 - 20:33
author avatar
31 Aug 2013 - 20:33

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٢): پر پښتنو او بلوڅانو جګړه تپل شوې ده او دغه دواړه قومونه تر ټولو زيات په جګړه کې زيانونه ګالي او بايد د دې ستونزې د ختمولو لپاره پراخې هڅې وشي.

دغه څرګندونې د پښتنو او پلوڅو د ملي يووالي د ورځې په نمانځغونډه کې د ويناوالو له لوري وشوې، چې نن په کابل کې د سلګونو کسانو په ګډون د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له لوري جوړه شوې وه.

دغه ورځ له ١٣٢٨ لمريز کال راهيسې هر کال د وږي په ٩مه، نمانځل کېږي.

د سرحدونو او قبايلو چارو د وزارت سرپرست ډاکټر اکرم خپلواک، دې مراسمو ته په خبرو کې وويل، چې له ډيورنډ اخوا پښتانه او بلوڅ له يوه داسې حالت سره مخ دي، چې پر هغوى له هرې خوا تېرى روان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ډيورنډ اخوا د روانې ستونزې له امله کابو پنځه زره مخور او مشران وژل شوي دي.

ده زياته کړه: “د ډيورنډ د دواړو غاړو زرګونه مشران د بې موخې او تپل شوې جګړې قربيان شوي او اوس هم د همدې سيمې د زرګونو ځوانانو د مرګ او ژوند معلومات له خپلو کورنيو سره نشته.”

د هغه په وينا، د دې دواړو قومونو دښمنان د يادو ولسونو د ملي عنعناتو او ارزښتونو له منځه وړل غواړي.

هغه د دواړو غاړو پر مخورو، سياستوالو او ځوانانو غږ وکړ، چې په دغه حساس وخت کې د راتلونکي د ټاکلو او سمولو په موخه راپورته او لاس په کار شي.

نوموړي د قومونو د يووالي په ساتنه کې د مخورو او قومي مشرانو رول رغنده وباله او زياته يې کړه، چې د جګړې د ختمولو له پاره اړينه ده، چې ولسونه راپورته شي او روانې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.

د سرحدونو او قبايلو چارو سرپرست وزير له ګوندونو او مدني ټولنو څخه وغوښتل، چې د ډيورنډ له دواړو غاړو د جګړې د ختمولو په موخه د سولې او ټيکاو په راوستو او د مشرانو په همغږي کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د غونډې يوه بل ويناوال جنرال ذوالفقار بلوڅ وويل، چې د بلوچستان د خپلواکۍ په مبارزه کې تراوسه پورې کابو ٤٠زره بلوڅان وژل شوي او ١٥زره نور نادرکه دي، خو نړيواله ټولنه يې غږ نه اوري.

ده زياته کړه: “افغانستان زموږ ګډ کور دى، که چېرې بلوچستان خپلواکي واخلي، نو بلوچستان به له افغانستان سره په يوه فېډرېشن کې ژوند کوي؛ دا زما خبره نه ده، دا د بلوڅو د مشرانو خبره ده.”

هغه وايي: “بلوڅانو له افغانانو سره په يوه خطه کې ژوند کوي او د بلوڅانو هدف دا دى، که بلوچستان خپلواک شو، نو ګوادر او تربت به په ګډه له افغانستان سره کاروي.”

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عالمي بلخي وويل، چې د پښتون او بلوڅو د پيوستون ورځ دې يواځې په سمبوليک ډول ونه نمانځل شي، بلکې د ملي يووالي په لاره کې دې عملي ګامونه پورته کړاى شي.

ده زياته کړه: “هيله لرم چې د پښتون او بلوڅ ورځ په خپل عظمت پاتې شي، د يوې سمبوليکې ورځ په توګه نه، بلکې په عملي توګه د پښتون او بلوڅ د قومونو پر ژوند بايد اغېز ولري او بيا دوى د يووالي او تفاهم په برخه کې عملي ګامونه واخلي، په دې هم بايد خلاصه نه شي او پراختيا پيدا کړي، ترڅو د هېواد ټول قومونه سره تر هغه يووالى پيدا کړي، چې د يوه قوم درد او ستونزه بل قوم خپل درد او ستونزه وګڼي.”

نوموړي د سرحدونو او قبايلو د چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې د هېواد د ټولو قومونو ترمنځ د يووالي، تفاهم او ورورولۍ د لا ټينګښت په موخه پراخ او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.