ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سنګين کې چاودنې ١٢ ملکي وګړي ووژل

سنګين کې چاودنې ١٢ ملکي وګړي ووژل

author avatar
31 Aug 2013 - 12:44
سنګين کې چاودنې ١٢ ملکي وګړي ووژل
author avatar
31 Aug 2013 - 12:44

لښکرګاه (پژواک ٩ وږى ٩٢): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې پر ملکي موټر د ماين چاودنې ١٢ تنه وژلي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون مازديګر د سنګين ولسوالۍ د ګرماو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د کجکي ولسوالۍ د اوسېدونکو پر يوه ټونس موټر شوې، چې د سنګين ولسوالۍ پر لور  روان  و.

ځواک وايي، په دې چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون ١٢ عام وګړي وژل شوي او موټر بشپړ ويجاړ شوى دى.

د والي وياند وويل، چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ماين چاودنې او ځانمرګي بريدونه ډېر شوي دي، پرون د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ او تر هغه مخکې په غزني ښار کې ځانمرګو بريدونو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه راز نن له غرمې مخکې په کندهار ښار کې هم ځانمرګي بريد تر ٣٠ پورې  کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ډېرى يې عام وګړي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.