ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په حصارک کې “شاهين ١٥” عمليات پاى ته ورسېدل

author avatar
31 Aug 2013 - 11:59
author avatar
31 Aug 2013 - 11:59

جلال اباد (پژواک ٩ وږى ٩٢): په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د شاهين ١٥ په نوم پيل شوي عمليات د ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو پر وژلو پاى ته ورسېدل.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان لمريز کال د زمري په لومړۍ نېټه د حصارک په ولسوالۍ کې د شاهين ١٥ په نوم چاڼيز عمليات پيل او د وږي په اومه پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه، د دغو عملياتو په پايله کې هغه سيمې ، چې د دوى هدف و، ټولې چاڼ او د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي.

هاتفي وايي، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د حصارک په ولسوالۍ کې د طالبانو مهم قوماندان زرقاوي له اولسو نورو ملګرو سره وژل شوى او ٢٥ نور ټپيان دي.

ده وويل: ((زرقاوي په حصارک کې د وسله والو يو مهم قوماندان و.))

د هاتفي په خبره، چې په ټپيانو کې د وسله والو يو بل مهم قوماندان کشمير خان هم ټپي شوى او اوس مهال په پاکستان کې دى.

ده د په خبره، چې د نوموړي قوماندان پښې قطع شوې دي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند زياتوي، چې په عملياتو کې د ملي اردو نهه سرتېري ټپيان شوي او يو وژل شوى دى.

نوموړي وويل، چې په عملياتو کې يې څو ميله وسله او مخابرې هم نيولې دي.

ياده دې وي، چې څه موده وړاندې هم د ننګرهار امنيتي چارواکو د وسله والو طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو زرقاوي او کشمير خان د وژلو خبر ور کړى و، خو څو اونۍ وړاندې زرقاوي او کشمير خان د شېرزادو په ولسوالۍ کې پر وسله وال فعاليت ليدل شوي وو او پژواک ته يې د خپلې وژنې خبر په کلکه رد کړ.

وسله والو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د حصارک ولسوالۍ يو قومي مشر ډاکټر صابر وايي، چې په دې ولسوالۍ کې عمليات ترسره شوي، خو زياتوي چې تر عملياتو وروسته مخالفين اوس هم په سيمه کې شته او خلکو ته ستونزې جوړوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ملي ځواکونو بايد د عملياتو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړې واى، څو د مخالفينو د بيا راتګ مخه پرې نيول شوې واى.

همداراز د يو بل خبر له مخې، هاتفي وايي چې تېره ورځ يې د خوګياڼو په ولسوالۍ کې يو موټر چې له چاودېدونکو ډک و، له دوو تنو سره يو ځاى نيولى دى.

نوموړى وايي، چې ياد موټر يې د خوګياڼو په مېمله سيمه کې نيولى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.