ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد چاودنه کې د ښاروال موټر چلوونکى ټپي شوى

د جلال اباد چاودنه کې د ښاروال موټر چلوونکى ټپي شوى

author avatar
1 Sep 2013 - 13:15
د جلال اباد چاودنه کې د ښاروال موټر چلوونکى ټپي شوى
author avatar
1 Sep 2013 - 13:15

جلال اباد (پژواک ١٠ وږى ٩٢): د جلال اباد ښار قصر ته څېرمه د ښاروال پر موټر چاودنه کې د هغه موټر چلوونکى ټپي شوى دى.

چارواکي وايي، چې دا چاودنه نن (د وږي لسمه) غرمه شاوخوا يوه بجه د پښتونستان څلورلاره کې  شوې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه د ښاروال په موټر کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ښاروال موټر چلوونکى ټپي شوى دى.

نوموړى وايي، چې د چاودنې پر مهال ښاروال لعل اغا کاکړ په موټر کې نه و او له چلوونکي پرته يې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

ده وويل: ((په موټر کې د ښاروال ماشومان ښوونځي ته وړل کېدل، خو نن په کې ماشومان نه وو.))

دى وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې هم روانې دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته يو ټپي ور وړل شوى چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د جلال اباد ښاروال لعل اغا کاکړ د نورو معلوماتو له ورکولو پرته  وويل، چې د ده د ماشومانو د انتقال پر موټر چاودنه شوې ده.

عيني شاهد سبحان شاه پژواک اژانس ته وويل، چې په پښتونستان واټ کې له چاودنې سره سم پر موټر اور بل شو او څلور لاره ټوله د اور لمبو ونيوه.

دى وايي، داسې مالومېده چې چاودېدونکي توکي له پخوا په موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د چاودنې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار امنيت خراب شوى او د ولسواليو تر څنګ په جلال اباد ښار کې هم امنيتي پېښې رامنځته کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.