ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امنيتي پېښو کې ١٢ تنه وژل شوي

په امنيتي پېښو کې ١٢ تنه وژل شوي

author avatar
1 Sep 2013 - 13:00
په امنيتي پېښو کې ١٢ تنه وژل شوي
author avatar
1 Sep 2013 - 13:00

هرات-کلات (پژواک ١٠ وږى ٩٢): د زابل،هرات او بادغيس ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته درېيو وسله والو طالبانو په کلات ښار کې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د لاسي بمونو بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې يو پوليس افسر ووژل شو او درې نور ټپيان شوي دي.

روغ لېونى وايي، چې تر بريده وروسته وسله وال وتښتېدل او د کلات ښار د حاجي اصغر د کلي په يوه کور کې پټ شول.

د نوموړي په وينا، په دغه کور کې ښځې او ماشومان وو، ځکه پوليسو له ډېر احتياط څخه کار اخيست، خو کله چې ښځې او ماشومان له کوره ووتل، نو پوليسو پر کور بريد وکړ او له طالبانو سره يې دوه ساعته جګړه وکړه.

د زابل امنيه قوماندان وايي، چې په دې جګړه کې يو وسله وال ووژل شو او دوه نور په ټپي حالت کې په تېښته بريالي شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې هم د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

د شهر صفا ولسوال سرداراحمد هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې طالب قوماندان ملامحمد عالم له خپل يوه ملګري سره وژل شوى او د هغوى يو موټرسايکل له دوه ميله کلاشينکوفونو سره پوليسو ترلاسه کړى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په کلات کې د دوى کسانو پر رېنجر بريد کړى او په کې سپاره ټول پوليس يې وژلي دي.

نوموړي د شهر صفا په ولسوالۍ کې هم نښته تاييد کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

بلخوا په هرات ولايت کې د ملي اردو ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د اوو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.

د ٢٠٧ ‌ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د ګذرې په ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د اکبر نشين، عزيز چرخي او عمر شيخ په نومونو درې طالب قوماندانان له خپلو څلورو نورو وسله والو سره وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د وژل شوو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې وو، چې د ملي ا ردو ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

نجيبي وويل، چې په دغو عملياتو کې ځواکونو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ مازديګر د بادغيس د مقر ولسوالۍ په بازار کې د ماين يوې چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د والي وياند ميرويس ميرزکوال وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وباله.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.