ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ټاکنې دې وځنډول شي “

” ټاکنې دې وځنډول شي “

author avatar
3 Sep 2013 - 12:01
” ټاکنې دې وځنډول شي “
author avatar
3 Sep 2013 - 12:01

کابل( پژواک، ١٢ وږى ٩٢): په کابل ښار کې له زرو زياتو راټولو شوو خلکو، د ولسمشرۍ ټاکنې ناممکنې وبللې او د ټاکنو دځنډېډو غوښتنه يې وکړه.

دوى نن له غرمې مخکې دکابل هوايي ډګر مخامخ څلوېښت متره سړک سره ، دممتاز محل هوټل په سالون کې راغونډ شوي وو او ويل يې چې ولسمشريزې ټاکنې په ٢٠١٨ زېږديز کال کې هم هغه د لويې جرګې له خوا تر سره شي .

په راټولو شوو کسانو کې چې سپين ږيري، مشران او ځوانان شامل وو،ويل يې ، چې دا د ٣٤ ولايتونو يو ولسي خوځښت دى او د هېڅ کوم ډلې له خوا نه دى پيل شوى .

 په ولسي جرګه کې دکوچيانو استازي او ددغه قوم يوه مشر په نننۍ غونډه کې وويل، چې په هېواد کې جګړه، بدبختۍ او بحران دوام لري ،نو اړينه ده، چې ولسمشريزې ټاکنې ٢٠١٨ زېږديز کال ته وځنډول شي.

هغه زياته کړه:(( موږ دا غوښتنه دافغانستان د راتلونکي او د خلکو د يووالي لپاره کړې ده .))

د بغلان يوه قومي مخور او ددغې ناستې يوه ګډونوال مولوي مفتي حقنواز پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې د ناامنۍ له مله يو کس له يوه ولايت نه بل او له يوې ولسوالۍ نه بلې ته نه شي تللى، نو څنګه امکان لري، چې د راتلونکي کال ټاکنې دې رڼې وي.؟

 سرچينې وويل، چې دټاکنو ترسره کېدو ته کم وخت پاتې دى او دټاکنو خپلواک کمېسيون نه شي کولى، چې عادلانه او رڼې ټاکنې ترسره کړي. له بلې خوا د ټاکنو کانديدان هم د ناامنۍ له امله نه شي کولاى له يوه ولايت نه بل ته سفر وکړي.

دوى په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په کې په ٢٠١٨ کال کې د ټاکنو په ترسره کېدو تينګار شوى .

 ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦ مه  تر سره شي .

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ټاکنو د کانديدانو د نوم ليکنې پروسه د وږي په ٢٥ پيلېږي او د تلې مياشتې تر ١٤ نېټې به دوام وکړي، خو د کانديدانو وروستى لړليک به د لړم په ٢٥ مه اعلان شي.

د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې په رسمي ډول د لړم په ٢٦مه پيلېږي او د ١٣٩٣ لمريز کال  د وري تر ١٣ مې نېټې به دوام ولري.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.