ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه بل لوى اېتلاف جوړېدو لپاره خبرې روانې دي

د يوه بل لوى اېتلاف جوړېدو لپاره خبرې روانې دي

author avatar
5 Sep 2013 - 11:04
د يوه بل لوى اېتلاف جوړېدو لپاره خبرې روانې دي
author avatar
5 Sep 2013 - 11:04

کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د دويم لوى اېتلاف لپاره د يو شمېر سياسي څېرو او ګوندونو غونډه نن په دويمه ورځ هم روانه ده، خو تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

ټاکل شوې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

که څه هم د ولسمشرۍ د کانديدۍ لپاره د نوم ليکنې رسمي نېټې ته نږدې دوه اونۍ پاتې دي، خو تر اوسه مهمو ګوندونو او اېتلافونو کوم ځانګړى کانديد نه دى معرفي کړى.

تېره اونۍ د حکومت د اپوزېسيون په ګډون يو شمېر سياسي ګوندونو او اېتلافونو ګډ ټاکنيز اتحاد اعلان کړ، خو د ولسمشرۍ او مرستيالانو لپاره يې تر اوسه کانديدان نه دي په ډاګه کړي.

بلخوا يو شمېر نورو سياسي ګوندونو او سياسي څېرو د بل ټاکنيز اېتلاف د جوړېدو لپاره هڅې او مشورې پيل کړې دي.

د يوه سياسي ګوند يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون ورځې راهيسې د محاذ ملي افغانستان د مشر پير سيد احمد ګيلاني په کور کې مهمه غونډه پيل شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې غونډه کې ډاکټر اشرف غني احمدزي، زلمي خليلزاد، حنيف اتمر، قيوم کرزي، د افغان ملت ګوند مشر شېرزاد او ځينو نورو کسانو برخه اخيستې وه.

دغه سرچينه وايي، چې پرون ټوله ورځ تر ناوخته پورې دوى د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره د يوه کانديد پر سر خبرې او مشورې وکړې.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، چې زلمى خليلزاد له کانديداتورۍ تېر شوى او هڅه کوي، چې نورې ډلې او ګوندونه پر يوه کانديد سره راټول کړي.

د يوه بل سياسي ګوند غړي، چې د يادې غونډې په اړه معلومات لري، پژواک اژانس ته وويل، هڅې روانې دي، چې په دې غونډه کې د سياف، کريم خليلي او حزب اسلامي ډلې هم ګډون وکړي.

سرچينه زياتوي، چې د فکر او عمل جرګې له خوا دغو ګوندونو او سياسي څېرو ته پنځه ورځې وخت ورکړل شوى و، چې خپل کانديد اعلان کړي او نن دغه مهالوېش پاى ته رسېږي.

د سرچينې په وينا، که چېرې دوى نن کومې پرېکړې ته ونه رسېږي، نو جرګه به د يادو ډلو او ګوندونو په استازيتوب کانديد اعلان کړي.

اما د فکر او عمل د جرګې وياند او د ميدان وردګو پخواني والي محمدحليم فدايي دا خبره رد کړه ، هغه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغې جرګې له ۸ مياشتو راهيسې له مطرحو کانديدانو، د مدني ټولنو د بنسټونو او  ګوندونو  سره د يوه  واحد کانديد باندې د توافق لپاره ليدنې او هڅې کړې دي او لا هم جريان لري ، جرګه پوره بې پلوه ده ، او د کوم مشخص کانديد ملاتړ نه کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ هېله من يو چې دا مشران به د افغانستان ستونزو او د زعامت بحران ته په کتو او هغه تعهد چې ولس ته يې لري، دا ستونزه تر پنجشنبې پورې حل کړي.))

د نوموړي په وينا، په دې برخه کې د فکر او عمل جرګې د جهادي رهبرانو هر يوه سياف، پير سيداحمد ګيلاني، صبغت الله مجددي، ارغنديوال، سباوون، حاجي دين محمد او د ټاکنو له احتمالي کانديدانو ډاکټر انورالحق احدي، ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر جلالي، قيوم کرزي، ډاکټر خليلزاد، حنيف اتمر او د مدني ټولنو له بنسټونو سره کتنې کړې دي.

فدايي وايي، د فکر او عمل جرګه سوچه افغاني، خپلواکه او په هېڅ داخلي او يا بېروني سياسي، يا بل ګروپ او ډلې پورې تړلې نه ده او نه د کوم ځانګړي کانديد لپاره کمپاين کوي، نه يې هم د جرګې کوم غړی کانديد دی.

هغه زياتوي: ((دا جرګه يواځې د ملي احساس، ملي ګټو، ملي ارزښتونو او عادلانه ملي يووالي او د يوه با ثبات افغانستان چېرته چې زموږ عادي وګړي هم د عزت او وقار ژوند ولري، جوړه شوې ده. ))

فدايي وويل، چې د فکر او عمل جرګه په اوږدمهالو موخو کې د منبر، ټغر، دفتر او سوداګرۍ د ډګر د لوبغاړو تر منځ په ټولو ساحو کې يو مشترک لرليد د رامنځته کولو هڅه کوي او دغه کار ته به په ټول قوت دوام ورکړي.

د هغه په وينا، که چېرې پر واحد کانديد توافق ونه شو، د ټاکنو د ځنډولو د طرحې، موقتې ادارې او داخلي جګړو او د وروڼو قومونو تر منځ د بدګومانۍ او ملي يووالې د پاشلو خطرناک نتايج به رامنځته شي.

بلخوا ويل کېږي، چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول د حکومت له احتمالي کانديدانو څخه شمېرل کېږي، خو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.