ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٤٨ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د ٤٨ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
5 Sep 2013 - 15:42
د ٤٨ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
5 Sep 2013 - 15:42

غزني ښار (پژواک ۱۴ وږی ۹۲): د ملي اردو ځواکونو د درېيو ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې د  ٤٨وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.

په د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له بهرنيانو سره په ګډه يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لوګر، غزني او ميدان وردګو کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې تېره شپه افغان او نړيوالو ځواکونو د غزني د ګيلان ولسوالۍ د جهانګير په سيمه کې عمليات ترسره کړي ، چې په ترڅ کې يې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو او عامو وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د غزني د والي سکرټر نبي جان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه  د اب بند ولسوالۍ د بازګي په سيمه کې هم د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي، چې په دې نښته کې لس وسله وال طالبان وژل شوي ، چې په کې يو شمېر بهرنيان هم شامل دي او جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې بهرنيو ځواکونو د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د ملا حضرت په سيمه کې د وسله والو پر يوه پټنځاى هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې د ملي اردو ځواکونو د ميدان وردګو د جلريز ولسوالۍ په ځينو سيمو کې عمليات کړي، اوه وسله وال يې وژلي او درې نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو هم په يادو ولايتونو کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاها وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يې ١٢ پوليس وژلي دي. خو د اندړو ولسوال بيا دا ادعا ردوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.