ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صاحب کماله ووژل شوه

صاحب کماله ووژل شوه

author avatar
5 Sep 2013 - 12:37
صاحب کماله ووژل شوه
author avatar
5 Sep 2013 - 12:37

ښرنه (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د پکتيکا چارواکي وايي، وسله والو طالبانو هغه روغتياپاله وژلې، چې پر کيسه يې هندوستان کې فلم جوړ شوى و.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د صاحب کمالې په نوم يوه ډاکټره تېره شپه د ښرنې له سرې کلا تښتولې او تر وژلو وروسته يې مړى نن سهار ترلاسه شوى دى.

هغه زياته کړه، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د پکتيکا د ښځو چارو رييسه بي بي حوا خوشي وال د دې پېښې د پخلي تر څنګ پژواک اژانس ته وويل، چې صاحب کماله يوه روغتياپاله ډاکټره وه او له هېڅ کومې ډلې سره يې تړاو نه درلود.

نوموړې د دې پېښې د غندلو تر څنګ له حکومت څخه وغوښتل، چې په دغه کار کې لاس لرونکي دي ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

خو د سرې کلا يوه اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې صاحب کماله په اصل کې د هندوستان اوسېدنکې وه او د دغه کلي له يوه اوسېدونکي جانباز سره يې تر مسلمانېدو وروسته واده کړى و.

سرچينه زياتوي، چې نوموړې هندوستان ته د سفر پر مهال د فلم يوه جوړوونکي ته پر ښځو د وسله والو طالبانو له ظلمونو کيسې کړې وې او هغوى بيا پر دې موضوع يو فلم جوړ کړى و.

د سرې کلا دغه اوسېدونکي وويل، چې په ياد فلم کې د پکتيکا، ښرنې، سرې کلا کلي او د صاحب کمال د کورنۍ يادونه هم شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله وال طالبان د صاحب کمالې پر دغه کار غوسه شوي وو او تېره شپه د هغوى له خوا تر تښتول کېدو وروسته وژل شوې ده.

وسلوالو طالبانو په دې وژنه کې لاس لرل رد کړي دي، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک اژانس ته وویل چې دوی معلومات وکړل او وروسته معلومه شوه، چې دوی پکې لاس نه لري.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.