اسعداباد-کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٢): چارواکو په ميدان وردګو او کونړ ولايتونو کې د يوه قوماندان په ګډون د اوو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د وټه پور ولسوالۍ اړوند د ګمبير په سيمه کې اېتلافي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز له بې پيلوټه الوتکې بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د قاري محمدالرحمن په نوم يو مهم طالب قوماندان له خپلو څلورو ډلمشرانو سره وژل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو چارواکو هم د دوو وسله والو د وژلو او درېيو نورو د ژوندي نيولو خبر ورکړى دى.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک ته وويل، چې دغه عمليات په سيداباد او جلريز ولسواليو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن