ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د ګاز ډبو چادونو مرګ ژوبله واړوله

فارياب کې د ګاز ډبو چادونو مرګ ژوبله واړوله

author avatar
6 Sep 2013 - 17:06
فارياب کې د ګاز ډبو چادونو مرګ ژوبله واړوله
author avatar
6 Sep 2013 - 17:06

ميمنه (پژواک ١٥وږى٩٢): په فارياب کې د ګاز ډبو د چاودنو په دوو بېلابېلو پېښو کې  يو ماشوم مړ شوى او څلور کسان ټپيان شوي دي .

د ګاز ډبې  لومړۍ چاودنه د فارياب د مرکز ميمنې ښار د ګذر تنورک سيمې په يوه کور کې شوې ده .

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي وحيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګاونډي په کور کې يې دغه چاودنه نن رامنځته شوه او له امله يې يو څلور مياشتنى ماشوم په زانګو کې د اور لمبو ايره کړى دى .

هغه وويل، چې د دې کور ډېر وسايل هم سوځېدلي ، خو په پېښه  نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا ددې ولايت د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي،چې نن د ميمنې-هرات  پر لويه لاره هم  د سړک جوړونې د يوه شرکت د ساتونکو په اشپزخانه کې د ګاز ډبه چاودلې ده .

صديقي وايي ،چې په دې پېښه کې اشپز، د اشپز مرستيال او دوه نور کارکوونکي ټپيان شوي دي.

دده په خبره،په دې اشپرخامه کې  لومړى  د ګاز يوه ډبه د هوا د ګرم والي له امله چاودلې او  وروسته ورسره نږدې درېيو نورو ډبو هم  اور اخستى او چاودېدلي دي .

د ميمنې د افغان-ترک روغتون د بېړنۍ برخې د څانګې موظف ډاکټر بابر شاه انتظار پژواک خبري اژانس  ته وويل چې د ټپيانو له ډلې د دوو تنو حالت د اندښنې وړ دى .

د پېښې يوه ټپي محمد عارف ،چې د اشپز مرستيال دى، پژواک ته وويل ، چې که څه هم تر چاودنې وروسته له کوټې څخه په بېړه ووتل ،خو د اور لمبو ټپيان کړل .

شاوخوا څلور مياشتې مخکې هم د فارياب پوهنتون په ليليه کې د ګاز د دوو ډبو په چاودنه کې ١٨ محصلين ټپيان شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.