ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان او بدخشان کې طالبان او ملکي کسان وژل شوي

author avatar
6 Sep 2013 - 15:04
author avatar
6 Sep 2013 - 15:04

مهترلام (پژواک١٥وږى٩٢): چارواکي وايي، چې لغمان کې پر سړک د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين چاودنې دوه ملکي کسان وژلي او د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي .

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس  ته وويل ،چې په عليشنګ ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين  په چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس  ته وويل ، چې چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د عليشنګ ولسوالۍ د کردي سالاب په سيمه کې پر پليو ملکي کسانو شوې ده.

ځواک وايي،چې ټپي کسان د درملنۍ لپاره د لغمان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دده په خبره، ماين د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا پر سړک ځاى پر ځاى شوى وو.

خو د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه د اخستى.

بلخوا په شمال زون کې د ملي اردو د کوماندو ځواکونو وياند جاوېد سليمي، وايي چې نن د افغان ځواکونو په عملياتو کې د غوچان او غنيو په سيمو کې د وسلوالو طالبانو د يو سرګروپ ملا ميرمحمد په ګډون څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دى وايي، چې د وژل شويو کسانو مړي هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي .

طالبانو په دې اړه هم تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د سليمي په وينا، د بدخشان په زېباک او اشکاشم ولسواليو کې هم له تېرو دوو ورځو راهيسې د وسلوالو مخالفينو پر ضد د دولتي ځواکونو چاڼيز عمليات روان دي .

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.