لښکرګاه( پژواک ١٥ وږى ٩٢): وسلوالو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يو ښوونکى وژلى او له هغه سره ملګرى يو ملکي وګړى يې ټپي کړى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ستار خان په نوم د دې ولسوالۍ د ساروان کلا ښوونځي ښوونکى، تېره ورځ ناوخته په وسلوال بريد کې وژل شوى دى.
د هغه د څرګندونو له مخې،په دې بريد کې له ستار خان سره پر لاره روان يو ملکي وګړى ټپي شوى هم دى .
عمر ځواک وايي، چې پر ستارخان بريد وسلوالو طالبانو کړى او بريدکوونکي تښتېدلي دي.
خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د روان کال د وري په لومړيو کې هم د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د يوې لېسې درې ښوونکي د ناپېژانده وسلوالو په کمين کې ووژل شول .
شمس جلال
اېډېټر: منصف
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن