ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې يو ښوونکى ووژل شو

author avatar
6 Sep 2013 - 12:24
author avatar
6 Sep 2013 - 12:24

لښکرګاه( پژواک ١٥ وږى ٩٢): وسلوالو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يو ښوونکى وژلى او له هغه سره ملګرى يو ملکي وګړى يې ټپي کړى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ستار خان په نوم د دې ولسوالۍ د ساروان کلا ښوونځي ښوونکى، تېره ورځ ناوخته په وسلوال بريد کې وژل شوى دى.  

 د هغه د څرګندونو له مخې،په دې بريد کې له ستار خان سره  پر لاره روان يو ملکي وګړى ټپي شوى هم  دى .

عمر ځواک وايي، چې پر ستارخان بريد وسلوالو طالبانو کړى او بريدکوونکي تښتېدلي دي.

خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روان کال د وري په لومړيو کې هم د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د يوې لېسې درې ښوونکي د ناپېژانده وسلوالو په کمين کې ووژل شول .

شمس جلال

اېډېټر: منصف

 

 

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.