کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٢): د ميدان وردګو ولايت د جلرېز ولسوالۍ اجرائيه مدير د وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جلرېز ولسوالۍ اجرائيه مدير ظفر خان تېره ورځ د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ظفر خان له تېرو لسو کلونو راهيسې په جلرېز کې د اجرائيه مدير په توګه دنده ترسره کوله، خو تېره پنجشنبې ورځ په سيداباد کې خپل پلرني کلي ته د تګ پر مهال په تنګي کې وسله والو تښتولى و.
خوګياڼي وويل، چې وسله والو د ياد مدير مړى پرون د جمعې ورځ د تنګي سيمې اړوند د کابل-کندهار سړک غاړې ته اچولى و.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د ظفر خان وژنه په کلکه غندلې او پوليسو ته يې سپارښتنه کړې، چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي.
تر اوسه د دې وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن