ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ولسي جرګې غړې فريبا کاکړ خوشې کړه

طالبانو د ولسي جرګې غړې فريبا کاکړ خوشې کړه

author avatar
7 Sep 2013 - 18:39
طالبانو د ولسي جرګې غړې فريبا کاکړ خوشې کړه
author avatar
7 Sep 2013 - 18:39

کابل (پژواک ١٦وږى ٩٢): وسله والو طالبانو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې فريبا کاکړ خوشې کړه.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازې فرېبا کاکړ له خپلو څو ماشومانو سره د کوچني اختر په درېيمه د غزني د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د نوغي په سيمه کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شوه.

 وروسته له درېيو ورځود هغې ماشومان بېرته خوشې شول، خو دا لا تر اوسه د تښتوونکو په بند کې وه.

وسله والو طالبانو د وږي په ١٦مه، اعلان وکړ، چې فريبا احمدي کاکړ يې نن  په غزني ولايت کې خوشې کړې ده.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې طالبانو  له حکومت څخه د خپلو بنديانو د خوشې کولو په موخه د فريبا د تښتولو پر اقدام لاس پورې کړ.

 هغه زياته کړې چې فريبا کاکړ يې نن ورسته له هغه چې حکومت د طالبانو څلور تنه ښځينه بنديانې او دهغوى ماشومان خوشې کړي، نو دوى هم د تبادلې په صورت کې فريبا کاکړ خوشې کړه او خپلوانو ته يې وسپارله. 

فريبا کاکړ د ولسي جرګې د مواصلاتو د کمېسيون غړې وه، ددغه کمېسيون رييس قيس حسن پژواک اژانس ته ومنله، چې فريبا کاکړ نن ماښام مهال د غزني ولايت د شولګر ولسوالۍ د سپندې په سيمه کې د طالبانو له لوري خوشې او دوى ته وسپارل شوه .

ده زياته کړه ، چې د کاکړ روغتيايي حالت د ډاډ وړ  دى.

 د نوموړي په وينا، په همدې موخه يو پلاوى نن غزني ولايت ته رسيدلى دى.

د يادونې ده ،چې د فريبا کاکړ دتښتولو په لومړيو ورځو کې د هغې کورنۍ ، د کورنيو چارو وزارت او د ولسي جرګې ياد کمېسيون ويلي وو ، چې هغه ترکيې ته تللې او تښتول شوې نه ده. 

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.