ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې يو لاريون کوونکى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي

هرات کې يو لاريون کوونکى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي

هرات ښار (پژواک ١٦ وږى ٩٢): په هرات کې د ايران د کونسلګرۍ ساتونکو پر لاريون کوونکو ډزې کړي او پنځو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت لسګونو اوسېدونکو چې ډېرى يې ځوانان وو نن (د وږي ١٦مه) سهار شاوخوا اته  بجې يې د ايران د کونسلګرۍ مخې ته لاريون وکړ.

دوى ويل، چې ياده کونسلګرۍ پر وخت ويزې او د دوى ضمانتي پيسې نه ورکوي، دغه راز ياده اداره يې پر فساد او رشوت هم تورنه کړه.

د هرات د ګلران ولسوالۍ يو اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک اژانس ته وويل، چې د لاريون ډېرى برخه وال کارګران وو، چې د ويزې په بدل کې ترې ضمانتي ٢٠ زره افغانۍ اخيستل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((له تېرو درېيو اونيو راهيسې د دغو پيسو ترلاسه کولو لپاره راځو، خو پلمه کوي او پيسې نه راکوي.))

نوموړى وايي، دوى سوله ييز لاريون کړى و، خو پوليسو او ساتونکو پرې ډزې وکړې او لاريون کوونکي يې پر کونداغونو هم ووهل.

د ابراهيم په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له څو ورځو راهيسې د ويزې اخيستو لپاره انتظار باسي، خو په يوه او بله پلمه ځنډول کېږي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې خلکو د امنيتي ځواکونو له خبرولو پرته په لاريون لاس پورې کړى و.

هغه زياته کړه، چې لاريون کوونکو د کونسلګرۍ پر دروازه بريد کړى او د دې ادارې ساتونکو پرې ډزې کړې دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

خو د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک ته وويل، چې پوليسو ورته د يوه   مړي خبر ورکړى دى.

هغه زياته کړه، روغتون ته څلور ټپيان ور وړل شوي، خو د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په  هرات کې د ايران د کونسلګرۍ ضد لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.